• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/05

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د اېکسبول ـ واخان ملي ۲۰ اوریز جام تر عنوان لاندې په کندوز کې سیالۍ پیلوي.

د بورډ چارواکو په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، دغه سیالۍ د روانې جون میاشتې پر ۲۸مه پیل کېږي او د جولای تر ۷مې به ادامه ولري.

د دوی په خبره، د اېکسبول ـ واخان ملي ۲۰ اوریز جام له سیالیو به یو شمېر نوي لوبغاړي هم په نښه کړي، ترڅو د راتلونکي پړاو شپږیزه کې فرصت ورکړي.

د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ ریيس نظیم جار عبدالرحیمزی وايي: « د اېکسبول – واخان ملي ۲۰ اوریز جام سیالۍ په کندوز ولایت کې کېږي او د جون له ۲۸ نېټې د جولای تر ۷ نېټې به ادامه ولري. په دې جام کې ۴ لوبډلې دي چې په هره لوبډله کې د ملي لوبډلې لوبغاړي، د کورني کرېکټ لوبغاړي او په ځانګړي توګه د سپین بال قرارداد لوبغاړي په کې دي. هره لوبډله به له پای لوبو وړاندې ۶ لوبې کوي او بیا به دوه لوبډلې پایلوبه کوي. دا لوبې به د افغانستان په ټلویزیونونو کې خپرې شي او هڅه کوو چې په ښه کیفیت یې خپرې کړو.»

په دې ۲۰ اوریزو سیالیو کې څلور لوبډلې ګډون کوي چې د افغانستان ملي لوبغاړو ترڅنګ به په کې نویو هغو لوبغاړو ته هم فرصت ورکړل شوی چې د کورني کرېکټ په نورو سیالیو کې ښه ځلېدلي دي.

د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې ریيس حاجي احمد شاه سلیمانخېل وايي: « اول هغه لوبغاړي چې په ګرېډ ون کې ښه ځلېدلي که دا توپ وهونکي دي یا توپ اچوونکي، له ۶۰ تر ۶۵ سلنو په کې ټول غوره لوبغاړي ځای پرځای شوي. دویم هغه لوبغاړي دي چې له موږ سره وایډ بال قرارداد لري او تېر کال یې په کورني کرېکټ کې ښه کارکردګي کړې هم په کې ځای پرځای شوي دي.»

د کرېکټ بورډ مسوولین همدارنګه وایي، د اېکسبول ـ واخان ملي ۲۰ اوریز جام په سیالیو کې د څلور لوبډلو په غواروي کې له پوره دقت کار اخیستل شوی او هڅه یې کړې چې د لوبډلو ترمنځ توازن په پام کې ونیسي.

په دې لوبو کې به د هندوکش سټرایکرز، میوند چمپینز، ماهیپر سټارز او پامیرلیجنډز په نومونو لوبډلې ګډون وکړي.

د غوراوي کمېټې غړی میر مبارز وايي: « په میوند چپینز ټیم کې محمد اکرم، خالد تڼیوال، عمران میر، شوکت زمان، اعجاز احمد، یوسف شاه، عبدالهادي، سمیع الله شینواري، عصمت عالم، بابر خان، نصیرخان معروف خېل، محمد ګل علیزی، خلیل احمد، محمد داوود، سمیع سرباز او بشر احمد شامل دي چې نجیب ځدراڼ به یې کاپیټاني کوي.»

د اېکسبول – واخان ملي ۲۰ اوریز جام سیالۍ په تېر کې د قوش‌ تیپې کانال تر نوم لاندې تر سره شوې وې.

د کرېکټ بورډ چارواکو په خبره، دغه سیالۍ ځکه د ملي نومونو او ادرسونو تر عنوان لاندې کوي چې خلک او نړۍ د افغانستان له ملي ارزښتونو سره بلد او خبر شي.

د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ ریيس نظیم جار عبدالرحیمزی وايي: « باید ووایم چې د دې ۲۰ اوریز جام لپاره د واخان نوم غوره کولو څخه زموږ موخه دا ده چې د یادې سیمې خلکو ته د پراختیايي پروژو اسانتیاوې رامنځته، د بهرنيو سیلانیان راتګ او دغه راز سوداګرۍ ته خلک وهڅوو. د واخان استوګن باید له هر ډول اسانتیاوو برخمن شي او موږ هوډ لرو چې د لوبو پرمهال د واخان په تړاو هر اخیز مالومات هم ورکړو.»

تېرکال د قوش تېپې جام سیالۍ د بندامیر زون په اتلولۍ پای ته رسېدلې وې او هغه مهال د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي و چې په دې سیالیو کې یې ډېر ځوان استعدادونه موندلي چې هڅه به وکړي په راتلونکو سیالیو کې فرصت ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي
لوبې

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

اپریل 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
لوبې

راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

فبروري 6, 2025
کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل

فبروري 2, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist