• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/03

د افغان غېږنېونکو ۱۸ کسیزې لوبډلې د رستمي غېږ نېونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړیوالو آسیایي سیاليو کې يو د سرو زرو او دوه ـ دوه د نقرې او برنزو مډالونه وګټل.

د افغانستان د سامبو کورش فېډراسيون مسوولین وايي، افغان لوبغاړي محمد عمر د ۶۵ کيلوګرام وزن په کټګورۍ کې د روسي، کوربه ازبېکستان او قرغېزستان هېوادونو سیالو لوبغاړو په ماتولو سره د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او د دې سياليو اتل شو.

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال احمد جان ځدراڼ وايي: « د کورش فېدراسیون محترم رهبري دشتي صاحب او د کورش مینه والو ته تبریکي وایو چې افغانستان ته یې یو نوی افتخار راوړ. دا زموږ د ادارې لپاره یو اعزاز دی، د ورزش ادارې لپاره یو افتخار دی، زموږ د ورزشکارانو لپاره افتخار دی او له کورش سربېره نورو فډراسیونونو ته هم افتخار دی.»

د کورش فېډراسیون رdیس سید محمود ضیا دشتي وايي: « دا یو ډېر ستونزمن کار دی، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده. زموږ اتل محمد عمر عزیزي اوس زموږ تاسو منځ کې او د رهبرۍ له خوا به نن تقدیر شي.»

جاوېد کریمي بيا د وزن په همدې کټګورۍ کې خپلو ازبېکستاني، ترکمنستاني او قرغېزستاني سیالانو ته ماتې ورکړه، خو د خپل افغان سیال محمد عمرعزیز په وړاندې یې ماته وخوړه او د نقرې مډال یې ګټلی.

د سرو زرو مډال ګټونکی محمد عمر عزیز وايي: « زموږ په کټګوري کې ۱۲ تنه پهلوانان، درې تنه روزونکي او درې تنه هم لوبڅاران وو. موږ له دغو لوبو پنځه مډالونه راوړل چې یو یې د سروزرو، دوه د نقرې او دوه هم د برونزو دي. ما خپله د سروزرو مډال ترلاسه کړ. ما څلور سیالۍ وکړې چې په کې مې خپلو روسي، ازبېکستاني او قرغېزستاني سیالانو ته ماتې ورکړه. همدارنګه فاینل کې مې خپل افغان سیال ته هم ماتې ورکړه.»

بل پلو د فوټبال فېډراسیون رییس وایي، د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د فیفا له لوري پنځه لوبڅارانو ته د لوبڅارۍ معتبر سندونه ورکړل شوي چې له مخې به يې په نړيوالو لوبو کې لوبڅاري کولی شي.

د فوټبال فېډراسیون رییس محمد یوسف کارګر وايي: « پنځه نړیوال لوبڅاران چې د فوټبال د نړیوال فېډراسیون(فیفا) له خوا یې د لوبڅارۍ سندونه په رسمي توګه رارسېدلي او ځي به چې له افغانستان څخه د باندې لوبو لوبڅاري وکړي. دا ډېر د ویاړ ځای دی چې نن افغانستان د سپورټ په برخه کې لوی ځای لري.» 

د کورش یادې سیالۍ د ۲۲ هېوادونو په ګډون د ازبېکستان په کوربه ‌‌توب په نکوس ښار کې د روانې غبرګولي ( جوزا) میاشتې پر ۷مه پیل شوې وې او د يک‌شنبې پر ورځ پای ته ورسېدې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

اپریل 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
لوبې

راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

فبروري 6, 2025
کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل

فبروري 2, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist