Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په لومړي ځل د هرات رېل پټلۍ له لارې وچه مېوه اروپا ته صادره شوه

په لومړي ځل د هرات رېل پټلۍ له لارې وچه مېوه اروپا ته صادره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/29

۱۴۰۴ لمریز کال کې د هرات- خواف رېل پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره د وچې مېوې سوداګریزه جوپه اروپا ته صادره شوه.

دا جوپه چې د ترکیې هېواد له لارې به اروپا ته ورسېږي، په کې د ۱.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت  ۲۰۰ ټنه وچه مېوه ځای پرځای شوې ده.

د هرات صادروونکو ټولنې مرستیال مهدي اکرمي وايي:« موږ نن ورځ اته لارۍ بار د ترکیې په مقصد او بیا له هغه ځایه اروپا ته د صادرولو په موخه بار کړل. په دې کې د افغانستان شاوخوا ۲۰۰ ټنه وچې مېوې شاملې دي چې د ټول افغانستان له مختلفو برخو راټولې شوې دي. دغه بار به د رېل پټلۍ له لارې ایران، ترکیې او بیا اروپا ته ورسېږي.»

سوداګر عبدالاحد نظریان وايي:« په هغو صادراتو کې چې تېر کال له هرات ولایت شوي، په ټولیزه توګه ۱۶۴ میلیونه ۸۲۰ زره ډالرو په ارزښت د نړۍ مختلفو هېوادونو ته صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.»

ځايي مسوولین له هرات ولایت څخه نورو هېوادونو ته د صادراتو وضعیت د پخوا په پرتله ښه ګڼي او وايي، د صداراتو د زیاتوالي او اړیکو د پراختیا لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.
 د هرات والي نور احمد اسلام جار وايي: « د صادراتو په اړه د نړۍ له هېوادونو سره ښې خبرې روانې دي. د سیمې پر کچه د اماراتو، چین، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، پاکستان، هندوستان او د سیمې له ټولو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو په اړه خبرې روانې دي. په دې تړاو یوازې زموږ او ستاسو ترمنځ ډېرو ناستو او د دغو خبرو اترو تعقیب ته اړتیا ده.»

د یادونې وړ ده چې له  افغانستانه ډېری کرنیز محصولات او لاسي توکي آسیایي، امریکایي او اروپایي هېوادونو ته صادریږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist