فیفا؛ افغان فوټبال فدارسیون کې د ښځينه لوبغاړو جنسي زورونې څېړي
فیفا د افغانستان فوټبال فدارسیون کې د ښځو جنسي زورونې په تړاو څېړنې پیلوي.
فیفا ویلي، د فوټبال د فدارسیون کې داسې ادعاوې شته چې ګنې ښځینه لوبغاړې د فدارسیون د کارکوونکو لخوا جنسي زورول کېږي او په دې تړاو به څېړنې پیل کړي.
فیفا ویلي چې په دغو څېړنو کې به د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم هم شامل وي.
د افغانستان فوټبال فدارسیون بیا ویلي، دغه ادعاوې حقیقت نه لري او دا شان زورونې پر وړاندې به له هېڅ ډول زغم کار وانخیستل شي.