Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چین سفیر سره د نورالدین عزیزي کتنه؛ دواړو د اقتصادي اړیکو  پراختیا په اړه خبرې کړې

د چین سفیر سره د نورالدین عزیزي کتنه؛ دواړو د اقتصادي اړیکو  پراختیا په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/27

په داسې حال کې چې د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښې او د پام وړ پراخې بلل کېږي، لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو نا انډولتوب په دوه اړخيزه سوداګرۍ کې توازن تر پوښتنې لاندې راوستی.

تازه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پياوړتيا خبرې کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د چین د خلکو جمهوریت له سفیر ښاغلي ژاو شینګ سره وکتل او په اړونده مسایلو یې خبرې وکړې. په دې کتنه کې د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګریز توازن پر ټینګښت ټینګار وشو او دواړو لوریو چین ته له افغانستان څخه د صادراتو د زیاتوالي او په تېره بیا د جلغوزیو،انارو، قېمتي ډبرو لکه نېفرایټو، اونېکس، لاجورد، تالک او داسې نورو محصولاتو په اړه خبرې وشوې او نظرونه سره تبادله شول. د دې کتنې او مذاکراتو موخه چین ته په مستقیمه توګه د افغانستان د صادراتو په لار کې د اسانتیاوو راوستل و، ترڅو چین ته د افغانستان صادراتي توکيو او مالونو او همدارنګه افغانستان ته د بېلابېلو اقتصادي سکټورونو د ودې په موخه د اړتیا وړ ماشینونو د واردولو په لار کې د ټرانزیټي او ټرانسپورټي لګښتونه کم شي. د دې خبرو په پایله کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د لا زیاتې همغږۍ، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ په ډګر کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي، ترڅو منظمې غونډې ولري.»

د اسلامي امارت ویاند له چين سره د سوداګرۍ پراختيا مهمه ګڼي او دې هدف ته د رسېدو لپاره د واخان دهلېز په وسيله له ياد هېواد سره اتصال حياتي بولي.

ذبیح الله مجاهد وايي، که د ياد دهلېز له لارې کابل او بېجينګ وصل شي، نو يوازې د ټرانسپورټ له لارې به افغانستان په کلنۍ توګه ۶ میليارده ډالرعايد ترلاسه کړي.

مجاهد زیاتوي: « دلته یوه ډېره مهمه لاره خلاصېږي او که دوی له دې لارې استفاده وکړي، افغانستان به له دې لارې په کلنۍ ډول یوازې د ټرانزیټ له پلوه ۶ میلیارده ډالره عاید ولري. که افغانستان ته په یوه کال کې ۶ میلیارد ډالره په لاس ورشي، په یوه کال کې کولی شي لوی بدلون راولي.»

د اقتصادي چارو شنونکي هم د واخان دهلېز له لارې له چين سره پيوستون مهم بولي او په خبره يې په دې توګه د افغانستان او چين اړیکې د ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ پراختيا موندلی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی استاد مسعود وايي: « چین کولی شي د افغانستان تر ټولو ستر تهیه کوونکی بازار جوړېدای شي. همدارنګه چین ښايي د افغانستان د توکو لپاره د فروش تر ټولو ستر مارکېټ هم و اوسي چې همدا اوس هم دی. له دې امله چې چین له امریکا او نورو هېوادونو سره ډېر رقابت لري او دغه راز د افغانستان په اړه د چین تعریف سیاسي او امنیتي دی.»

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که افغانستان وکولی شي د واخان دهلېز له لارې له چین سره مخامخ اړیکه پيل کړي، دا به په سیمه کې د نورو هېوادونو لپاره د تجارتي راکړې ورکړې یوه ستراتیژيکه لاره هم جوړه شي.»

د چین او افغانستان ترمنځ اقتصادي مسایل داسې مهال مطرح کېږي چې سوداګرو د پاکستان پر ځای له حکومت د سوداګرۍ او ټرانسپورټ لپاره د بدیلو ادرسونو د ایجاد غوښتنه کړې.

 دوی دغه غوښتنه له دې امله کړې چې پاکستان د افغانستان د موسمي محصولاتو د رسېدو پر مهال ټرانزیټي لارې تړي او له امله يې سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیانونه اوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist