ټي ټېن لیګ؛ حضرت الله ځاځي په ۳۵ توپونو ۷۶ منډې وکړې.
د ښه توپ وهلو له امله حضرت الله ځاځي ته د افغانستان کریس ګیل وویل شو.
شارجه کې روان د لسو اورونو یا ټي- ټین نړیوال ټورنمنټ کې د افغانستان وتلي بیټسمین حضرت الله ځاځي په ۳۵ بالونو ۷۶ رنزونه جوړ کړي.
شل کلن توپ وهونکی حضرت الله ځاځی د مرهټا عربینز په نوم لوبډلې لخوا لوبیږي او د ده د ښه لوبې له امله مرهټا عربینز بنګال ټاییګرز ته په نهه وکټو سره ماتې ورکړه.
حضرت الله ځاځي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د مرهټا عربینز کپتان ډواین براو د حضرت الله ځاځي د بیټنګ یا توپ وهلو ستاینه وکړه او هغه يې د افغانستان “کریس ګیل” په نوم یاد کړ.