Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له کندهاره بهر ته د پيازو صادرات زیات شوي

له کندهاره بهر ته د پيازو صادرات زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/02

د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي له دغه ولایت سږکال بهر ته د پیازو صادرات د نورو کلونو پرتله زیات وه.

د یادې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د روان ۱۴۰۳ کال د تلې ( میزان) میاشتي تر اخیره شاوخوا ۳۲ زره ۶۰۰ ټنه پیاز د څه کم ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستان او هند هېوادونو ته صادر شوي.

بینا زیاتوي:« باید ووایم چې سږ کال د پیازو صادرات د نورو کلونو پرتله ډېر ښه وو. موږ د تلې (میزان) تر ۲۵ نېټې پورې چې د پیازو صادرات کړي، ۳۲ زره ۵۹۹ ټنه شوي چې ارزښت یې ۶ میلیونه ۸۰۰ زره ۷۱۲ امریکايي ډالره کېږي. د پیازو صادرات اوس هم روان دي، ډېره برخه یې پاکستان او کم هند ته صادر شوي.»

په کندهار کې د پیازو کروندګر هم بهرنیو هېوادونو ته د کرنیزو حاصلاتو لېږد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام ګڼي او وايي سږکال د پیازو صادراتو له امله د نورو کلونو پرتله د پیازو بیې هم ښيي دي.

د دوی په خبره، د صادراتو د زیاتوالي تر څنګ که سړې خونې ورته جوړې شي، نو هر کال به يي پیاز په ښه بیه پلورل کیږي.

کروندګر محمد شاه وايي:« سږ کال مو پیاز د تېر کال پرتله ښه دي. تېر کال د پيازو بیې ټېټې وې، خو سږ کال ښه پياز یو من له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو پورې پلورل کېږي. پياز پاکستان او هند ته هم روان دي.»

یو بل کروندګر سلطان محمد بیا وايي:« سږ کال د پیازو بیې ښې دي، تېر کال یو جال پياز له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو پورې پلورل کېدل، خو سږ کال ۶۰ تر ۷۰ افغانیو پورې پلورل کېږي. اوس پاکستان ته هم ځي، خو وړاندې نه تلل.»  

په ورته وخت کې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امیر مولوي شمس الرحمان موسی وايي، سږکال په دغه ولایت کې پر ۱۹۰۰ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي چې له ۶۸ زرو ټنو زیات حاصل به وکړي.

هغه زیاتوي:« کندهار ولایت کې پر شاوخوا ۱ زر او ۹۰۰ هکټاره ځمکه باندې د پيازو کښت شوی. زموږ د مالوماتو له مخې، زیاته برخه یې دامان، بولدک، میوند، خاکریز، ډنډ، پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې کښتونه لرو. سږ کال د ابي کال په برکت سره د پيازو کمیت او کیفیت ته په کتو، کیفیت یې هم ښه وو. امید دی چې  ۶۸ زره  او ۲۵۰ مټریک ټنه حاصل به لاسته راوړو. د تېر کال پرتله سږل د پيازو بازار هم لوړ دی. »

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملوماتو له مخې، د دغه ولایت په دامان، ارغنداب، بولدک، میوند، خاکریز، ډنډ، پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کې د پیازو کښتونو کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist