Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جوزجان یتیم تاق سیمنټو کارخونې تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو

د جوزجان یتیم تاق سیمنټو کارخونې تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/30

اسلامي امارت د بنسټیزو تولیدي پروژو د تطبیق په لړ کې یو بل ستر اقتصادي ګام پورته کړ. د دې ګام په لړ کې به د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د سیمنټو د استخراج او تولید یوه لویه کارخونه جوړه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په همدې موخه د ۷۷ په نوم ترکي شرکت سره د ۱۶۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ چې موده یې ۳۰ کاله ښودل شوې ده.

د دغه تړون له مخې به ۷۷ ترکي شرکت د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمنټو پروژې د استخراج او پروسېس لپاره له اکتشافي او استخراجي پړاوونو وروسته، د سیمنټو  کارخونه جوړه کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري وايي: « له ۷۷ ترکي شرکت سره د جوزجان ولایت د یتیم تاق د سیمنټو پروژې قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیکوو. نوموړی شرکت په یاده پروژه کې له خپلو ژمنو سره سم، د اکتشاف، استخراج، ګټې اخیستنې او ټولنیزو خدماتو په برخه کې شاوخوا ۱۶۳ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، د سیمنټو د دغې پروژې چارو له پیل سره به لومړیو کې لسګونه کسانو ته او بیا د تولید او ګټې اخیستنې پرمهال په مستقیم ډول ۱ زر او ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هدایت الله بدري وايي، د سیمنټو دغه کارخونه به د ورځې تر ۳ زرو ټنو د سیمنټو د تولید ظرفیت ولري.

بدري زیاتوي: « نوموړی شرکت به د اکتشاف په مرحله کې ۵۰ تنو ته او د ګټې اخیستنې په مرحله کې ۱ زر ۲۰۰ تنو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابروي. همداراز، دغه کارخونه به په ورځني ډول د ۳ زرو ټنو سیمنټو د تولید ظرفیت ولري.»

د ۷۷ ترکي شرکت مسوولین وايي، هڅه به وکړي د افغانستان لپاره په لوړکیفیت سیمنټ تولید او د سیمنټو په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کړي.

د ۷۷ ترکي شرکت مسوول سلېمان جیلیو وايي: « په لومړي سر کې به موږ د صنعتي پانګونې له لارې د یتیم تکریجن په نوم د سيمنټو د تولید یوه کارخونه جوړه کړو چې د ۳ زرو ټنو سیمنټو د تولید ظرفیت به ولري او په لوړکیفیت به افغانانو ته سیمنټ تولید کړي. زه باوري یم چې په راتلونکي کې به د افغانستان د ودې لپاره موږ ډېرو سیمنټوته اړتیا ولرو او موږ چمتوو یوو چې دغه څه عملي کړو.»

په کابل کې د ترکیې سفیر بیا دغه پروژه مهمه ګڼي او زیاتوي، خوښ دی چې ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونې لپاره لېوالتیا لري.

جنګ اونال وايي، داسې بنسټیزې اقتصادي پروژې د افغانانو د اقتصادي ژوند لپاره ارزښتناکې او مهمې دي.

اونال په دې اړه وايي: « موږ دغه پروژې په زیاتې خوښۍ سره تعقیبوو؛ ځکه دا داسې پروژې دي چې د افغانانو ژوند په ښه‌ کېدو کې ډېر ارزښت لري او مهم رول لوبوي.»

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت له دې وړاندې هم د سیمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت د ۴۷۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د کندهار، جبل سراج او هرات د سیمنټو د تولید پروژو هوکړې له یوشمیر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist