Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره د اېمرجېنګ کرېکټ اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله

افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره د اېمرجېنګ کرېکټ اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/29

د افغانستان د کرېکټ الف ملي لوبډلې چې افغان ابدالیان بلل کېږي، د اېمرجېنګ کرېکټ لوبډلي اسیا جام  سیالیو په پای لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې جام اتلولي خپله کړه.

 د دې اتلولۍ په ګټولو سره افغان ابداليانو ټول افغانان خوښ کړل او د خوښۍ نمانځلو لپاره په ګڼو ولايتونو کې واټونو ته راووتل.

پالوبه د عمان په الامارات لوبغالي کې ترسره شوه او سریلانکا لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د سريلانکا لوبډلې پیلیزو توپوهونکو ښه پيل ونه کړ او یوازې د ۱۵ منډو په کولو یې څلور لوبغاړي وسوځول شول او په دې توګه يې افغان ابدالیانو ته په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

افغان توپ اچوونکو له لوري بلال سمېع درې او الله محمد غضنفر دوې ویکټې واخیستې او همدا راز د سریلانکا دوه لوبغاړي رن اوټ یا په منډه کې وسوځېدل.

افغان ابدالیانو په ځوابي توپوهنه کې که څه هم زبید اکبري د هېڅ یوې منډې له جوړولو پرته ويکټ له لاسه ورکړه او له هغه وروسته لوبډلمشر دروېش رسولي له صدیق‌الله اتل سره ډګر ته ووت او ۲۴ منډې يې جوړې کړې.

 له رسولي وروسته کریم جنت د درېیو هسکو شپږیزو پر مټ د ۲۷ توپونو په لوبولو سره ۳۳ منډې جوړې کړي.

صدیق‌الله اتل د نورو سیالیو په څېر په پایلوبه کې هم ښه وځلېد او نیمه سلیزه یې بشپړه کړه.

هغه له ۵۵ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو او په دې توګه يې د اېمرجېنګ کرېکټ لوبډلو اسیا جام په دې سیالیو کې ۳۸۶ منډې وکړې او د ټورنمېنټ غوره لوبغاړی هم شو.

د ابدالیانو لوبډلې یو تن لوبغاړی وايي: «د خوشحالۍ احساس لرو او ټولو افغانانو ته دې دا ستره بریا مبارک وي.»

بل لوبغاړی وايي: «ماشاالله ټولو لوبغاړو محنت وکړ او ټولو لوبغاړو او ولس ته دې مبارک وي. زه ډېر د خوښۍ احساس لرم او الله دې دا خوشحالي همېشه لري.»

بل لوبغاړی وايي: «ټولو هېوادوالو ته دې مبارک وي، ښه خوند یې وکړ او دا به په تاریخ کې ولیکل شي.»

د کرېکټ بورډ رییس د ایمرجېنګ کرېکټ لوبډلو اسیا جام سیالیو پایلوبه کې د افغان ابدالیانو لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې له ماتولو وروسته وايي، افغان ابدالیانو وښوده چې هر ډګر کې سترې لوبډلې ماتولی شي او له دې لوبغاړي به ملي لوبډلې ته ځلېدونکي لوبغاړي هم انتخابوي.

د کرېکټ بورډ رییس میرویس اشرف وايي: « ستره اتلولي یې افغانستان ته وګټله او ډېر زیات دې مبارک وي. زه خپلو راتلونکو اتلانو ته ډېر زیات خوشحاله یم او ډېر امید لرو چې له همدې لوبډلې نه به موږ ملي لوبډلې ته ښه لوبغاړي ولرو. دوی ماشاالله ډېر زیات ښه دي او دغه اتلولي ګټل څه معمولي خبره نه ده، د آسیايي هېوادونو په اېمرجېنګ یا ځوانو لوبغاړو کې چې عمرونه یې له ۲۳ کلنو کم وي، افغانستان دغه جام وګاټه. د هندوستان او یو شمېر نورو آسیايي هېوادونو رییسانو راته مبارکي راکړه او ډېر زیات خوشحاله وو. واقعا ًهغوی دا هېڅ منله نه او داسې تصور یې نه کاوه چې افغانستان به اتلولي ګټې، خو الحمدالله موږ د خپلو ځوانو اتلانو پر مټ، افغان ابدالیانو لوبډلې دغه تاریخ جوړ کړ او افغانستان ته یې ستره بریا ور په برخه کړه.»

د دې اتلولۍ له خپلو سره افغانانو په کور دننه او له هېواده بهر د خوښۍ نمانځلو لپاره واټونو ته ووتل. دوی د افغان ابدالیانو تاریخي بري نمانځنې پرمهال له کرېکټ بورډ وغوښتل چې د کورني کرېکټ پياوړتيا ته دې ځانګړې او جدي پاملرنه وکړي.

په کابل کې د کرېکټ یو تن مینه وال نسیم وايي: «ماشاالله د افغانستان کرېکټ ورو ورو پرمخ روان دی، څومره چې زموږ کورنی کرېکټ غښتلی وي هغومره به زموږ لوبغاړي زیات وي او ښو لوبغاړو ته به موکې هم زیاتې وي، څومره چې ښه لوبغاړي ډېر ولرو، لاسته راوړنې به هم ډېرې وي او ټیم به مخکې ځي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی الهام وايي: « کوم زیار چې د افغانستان لوبغاړو کړی و، دا یې پایله وه چې دوی وکتله او پایلوبه یې وګټله. موږ به هم خواري کوو چې یوه ورځ دې ځای ته ورسېږو او افغانستان ته بریاوې راوړو.»

د کرېکټ یو تن کوچنی مینه وال وزیر وايي: «زه په دې ډېر خوشاله شوم چې افغانستان وګټله، دا مېچ افغانستان ته ډېره لویه بریا ده. زما د افغانستان په لوبډله کې د خوښې لوبغاړی راشد خان دی.»

په کابل کې د کرېکټ په لوبه بوخت یو شمېر ځوانان په ډېرو کمو امکاناتو سره سخت تمرینونه کوي او تمه لري چې د نړۍ په ډګرو کې ښه وځلېږي او د افغانستان نوم روښانه کړي.

 دوی له چارواکو غواړي چې کورني کرېکټ ته پاملرنه زیاته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist