Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
منصور: پنجشېر کې  به د ګلبهار برېښنا بند چارې ژر پيل شي

منصور: پنجشېر کې  به د ګلبهار برېښنا بند چارې ژر پيل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/19

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پنجشېر ولایت په څلورو ولسوالیو کې د نویو پروژو پرانیستنې پر مهال ویلي، په دې ولایت کې د يوه داسې بند جوړلو پلان چمتو شوی چې له پنجشېر سربېره به پروان او کاپیسا ولايتونو ته د بريښنا ورکولو ظرفیت ولري.

عبدالطیف منصور زیاته کړې، د ګلبهار برېښنا بند په اړه يې له مسوولینو سره خبرې کړې او تمه ده چې کارونه به يې ژر پيل شي.
منصور دغه څرګندونې د پنجشېر په څلورو ولسوالیو عنابه، روخه، دره پنجشېر او شټل کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پروژو په پرانېستغونډه کې کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زیاته کړې: « د ګلبهار برېښنا بند جوړولو سروې او مطالعات روان دي او ژر به یې چارې پیل شي. د دې بند په جوړېدو سره به تر ۴۵ مېګاواټه برېښنا تولید شي او پنجشېر، کاپیسا او پروان ولایتونو ته به ډېره ګټه ورسېږي.»

په ورته مهال، ځايي چارواکي وايي، پنجشېر د ګڼو طبیعي پېښو له ګواښونو سره مخ دی او اړتيا ده چې  د مخنیوي په موخه یې زیاتې پراختيايي پروژې پلې شي.

 د پنجشېر والي محمد آغا حکیم وايي، تر اوسه یې له اړوند ارګانونو د ۱۳۳ بېلا بېلو پروژو منظوري اخیستې او له  نیمايي زیاتو یې چارې هم پيل شوې دي.

هغه په دې اړه وویل:« نن په څلورو ولسوالیو کې څلور پروژې پرانیستل کېږي او راتلونکي کې به د پنجشېر په څلورو نورو ولسوالیو کې هم د سیندیزې حوزې له خوا پرانیستل شي. پنجشېر یو غرنی او زیانمنوونکی ولایت دی او طبیعي پېښې په کې عامه تأسیساتو ته زیان اړوي. اسلامي امارت د دغو زیانونو د مخنیوي لپاره پروګرامونه په پلان کې لري. روان کال مو پنجشېر ته ۱۳۳ پروژې راوړې وې چې تر نیمايي زیاتې یې پلې شوې او پاتې به هم پلې شي.»

ځايي چارواکي د پروژو پلي کېدو ته خوښ دي او وايي، په بشپړېدو سره به يې د يادو ولسواليو د اوسېدونکو اساسي ستونزې حل شي.

د عنابې ولسوال فضل الرحمن وايي: « دا درېیمه پروژه ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په عنابې ولسوالۍ کې پلې کېږي. موږ د دغو پروژو قدرداني کوو.»

د درې ولسوال عبدالاکبر وايي: « د دې کانال او استنادي دېوال په جوړېدو سره به د ۵۰۰ کورنیو ځمکې له ویجاړېدو وژغورل شي او ګڼو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.»

د روخې ولسوال سید سمیع الله وايي: « د دې پروژې په عملي کېدو سره به د خلکو ځمکې او کورونه له سېلابونو او د اوبو زیاتېدو پرمهال د سیند له ګواښونو څخه وژغورل شي.»

بله خوا، د پنجشېر اوسيدونکي هم په دغه ولايت کې د بېلابېلو پروژو پیل ته خوښ دي او ټینګار کوي چې پيل شوي کارونه باید ژر بشپړ شي.

قومي مشرعبدالواحد وايي: « د برېښنا او کرنې دغه ګډه پروژه شاوخوا ۳ زره کورنیو ته ګټه رسوي.»

یو بل قومي مشر عزیزالله وايي: « زموږ خلک په پنجشېر کې د عامه ګټو پروژو له پلي کېدو خوښ دي او له حکومت غوښتنه کوو چې پنجشېر ته نوره هم پاملرنه زیاته کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت له لوري د پنجشېر- بد خشان ترمنځ د سړک جوړوملو چارې پیل شوې وې چې د چارواکو په خبره، په جوړېدو سره به يې په دې لاره تلونکو مسافرم ته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist