Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارګر: خوست کې د فوټبال لوبې نمګړتیاوو هواري ته ژمن یو

کارګر: خوست کې د فوټبال لوبې نمګړتیاوو هواري ته ژمن یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/08

که څه هم دا مهال کرېکټ د افغانستان تر ټولو مشهوره لوبه ګڼل کېږي، خو ترڅنګ یې نورې نړیوالې او کورنۍ لوبې هم ګڼ مینه وال لري.  فوټبال یوه له هغو لوبو ده چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې مینه وال لري.

د فوټبال فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر وايي، په خوست کې هم د فوټبال لوبه د تېرو څو کلونو پرتله تر بل هر وخت د پرمختګ په حال کې ده او دوی په دې هڅه کې دي چې په دې ولایت کې د فوټبال لوبې پر وړاندې شته نیمګړتیاوې ژر تر ژره هوارې کړي.

کارګر زیاته کړه: « د افغانستان د فوټبال فډراسیون چمتو دی چې په ټولو مسلکي برخو او دغه راز د فوټبال او فوټسال لوبو د لوبڅارۍ کورسونه جوړ او مینه وال وروزي. د تېرو درې – څلور کالو پرتله د خوست ولایت د فوټبال کچه په بشپړه توګه بدله شوې؛ دا د خوست خلکو علاقمندي او د خپلو لوبډلو ملاتړ څرګندوي.»

په ورته مهال، ځايي اوسېدونکي او د فوټبال لوبغاړي د فوټبال سیالۍ نه یوازې د ولس ترمنځ د یووالي لپاره مهمې ګڼي، بلکې د خپلو ظرفیتونو د څرګندولو لپاره یې لوی فرصت هم بولي.

دوی همدا راز غوښتنه کوي چې اړوند ادارې دې په هېواد کې د فوټبال د لامعیاري کولو لپاره منظم پلانونه عملي کړي.

د فوټبال لوبغاړی رشېد وايي:« د دې ډول ټورنمنټونو جوړول د لوبغاړو لپاره ډېر ګټور دي. دا یو لوی پرمختګ دی او خلک له نشه يي توکو او نورو ناوړه کارونو راګرځوي. موږ له اسلامي امارت او سوداګرو غوښتنه کوو چې دغه شان نور ټورنمنټونه هم جوړ کړي او موږ وهڅوي.»

همدارنګه د فوټبال مینه وال کبیر څاروان وايي: « موږ له لکڼو څخه راغلي یو،  ترڅو دغه لوبې له نږدې وګورو. زموږ بل هدف دا دی چې له هغو کسانو سره ووینو چې پخوا مو نه وي لیدلي ترڅو د خلکو ترمنځ مینه، محبت او یوالی رامنځته شي.»

د فوټبال بل مینه وال رحماني منګل: « دا یو ډېر غوره ګام دی. خلک دلته راټولېږي او له تفرېح څخه خوند اخلي. همدارنګه دا د ولسونو د یووالي لپاره هم ښه اقدام دی.»

د خوست په مرکز کې د فوټبال دغه سیالۍ چې د زرګونه مینوالو په شتون کې ترسره شوې، په کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې وه او د کورنیو چارو وزارت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist