په کابل کې د کرېکټ شپږیزې ليګ سیالۍ، چې د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا د اتصالاتو مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ پیل شوي، د کرېکټ مینه والو لپاره په زړه پورې او خوندورې سیالۍ بلل کېږي.
د شپږیزې لیګ سیالیو مینه وال له کرېکټ بورډه په کور دننه د ورته نورو ليګونو د ترسره کولو غوښتنه کوي.
له خوست راغلی کرېکټ مینه وال زین الله وايي: « په سر کې له کرېکټ بورډ مننه کوم، چې دغه شان سیالۍ په کور دننه چمتو کوي. موږ غوښتنه کوو، چې دغه شان لیګونه نور هم جوړ کړي.»
مینه وال د کرېکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو هم غواړي، چې په کورنيو ليګونو کې له لوبېدو سره د کورني کرېکټ نور لوبغاړي هم وهڅوي او ملي لوبډلې ته د يوه مسلکي لوبغاړي په توګه د ورتلو انګېزه ورکړي.
د کابل اوسېدونکی ظفر خان وايي: « موږ له نامتو لوبغاړو هیله کوو، چې خپل کورني کرېکټ ته هم وخت ورکړي، هېواد ته راشي او نور لوبغاړي وهڅوي.»
په ورته مهال د شپږیزې لیګ سیالو لوبغاړي دغو سیالیو کې په ګډون خوښ دي او دغه سیالۍ د کورني کرېکټ د پیاوړتیا لپاره مهمې بولي او د زیاتوالي غوښتنه يې کوي.
ملي لوبغاړی آفتاب عالم وايي: « د ټولو ملي لوبغاړو په شتون کې د شپږیزې لیګ بیا ځل پيل کېدو ته خوښ یو. د لوبډلو له سپانسرانو هم مننه کوو، چې په داسې سخت وخت کې د افغانستان د کرېکټ بورډ ملاتړ کوي.»
همدارنګه بل ملي لوبغاړي دروېش رسولي بیا وايي: «شپږیزه ډېره ښه روانه ده، په ځانګړې توګه د ځوانو لوبغاړو لپاره یو فرصت دی؛ ځکه چې دوی کولی شي، له سینیر لوبغاړو ډېر څه زده کړي.»
اخوا د اتصالاتو مخابراتي شرکت مسوولین بیا وایي، دغه شرکت چې د شپږیزې سیالو مالي ملاتړ یې پرغاړه اخیستی، هڅه کوي څو په کور دننه د هرې لوبې مالي ملاتړ وکړي.
د دې شرکت د پروګرامونو مسوول یما رشیدي وايي: « اتصالات شرکت نه یوازې د شپږیزې لیګ سپانسر کړی، بلکې د افغانستان ملي ټیم یې هم سپانسر کړی دی.»
په کابل کې د کرېکټ شپږیزې لیګ سیالۍ له څو ورځو راهیسې روانۍ دي. په دغو سیالیو کې د افغان کرېکټ له ملي لوبغاړو سربېره ګڼ شمېر نویو ځوان لوبغاړو هم ګډون کړی او دغه لیګ د ځان لپاره د زده کړې یو فرصت بولي.
د کرېکټ شپږیزې لیګ سږنۍ سیالۍ د روان میلادي کال د اګسټ په ۱۲مه پیل او د دې میاشتې تر ۲۵ مې به دوام وکړي.