Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تاریخي بریا که غچ اخیستنه؟ د استرالیا پر وړاندې د کرېکټ ملي لوبډلې بریا په پراخه کچه وستایل شوه

تاریخي بریا که غچ اخیستنه؟ د استرالیا پر وړاندې د کرېکټ ملي لوبډلې بریا په پراخه کچه وستایل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/24

د هېواد کې کرېکټ ملي لوبډلې د اسټراليا لوبډلې ته چې د نړيوال جام پرلپسې اتلولۍ يې خپلې کړې، د روان ۲۰ اوریز نړيوال جام د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د سياليو په لړ کې پرون د ۲۱ منډو په توپير ماتې ورکړه.

اسټرالیا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. ملي لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره  ۱۴۸ منډې جوړې کړې او اسټرالیا لوبډلې ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.

اسټرالیا په ۲۰  اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره نه شو کړی او په دې توګه ملي لوبډلې د ۲۱ منډو په توپير ماتې ورکړه.

لوبډلمشر راشد خان وایي، له مودې راهیسې دې لوبې ته انتظار و او دا په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې ستر بری بولي.

د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وايي:« دا د یوې لوبډلې او د یو ملت په توګه زموږ لپاره ستره بریا ده. په نړیوال جام کې اتلانو ته ماتې ورکول موږ ته یو ډېر ښه احساس راکوي او دا هغه څه دي، چې موږ یې له مودو انتظار کاوه. زه له ځوانانو ډېر خوښ یم، چې دا بریا یې راوړه. خپل هېواد ته ډک لاس ستنېدل راته خورا مهم دي. افغانان به پر موږ وویاړي. دا زموږ لپاره یوازې پیل دی او موږ د ګټلو موقعې لرو.»

د کرېکټ ملي لوبغاړی ګلبدین نایب وايي:« مبارک دې وي ټولو ته، زموږ د کرېکټ لپاره واقعا  نن دا ډېر د ویاړ ورځ ده. ټولو افغانانو وروڼو ته دې مبارک وي، کوم چې دلته راغلي او کوم چې له موږ یې تل ملاتړ کړی.»

د افغان لوبډلې پر ګټه توپ اچونه کې نوين الحق وکولی شول، چې په لومړي اور کې د اسټراليا د پېل توپ وهونکی وسوځوي او له دې وروسته د اسټراليا له يوه توپ وهونکي ګلين ماکسويل پرته نور اسټرالوي توپ وهونکي تر ډېره پر ميدان پاتې نشول او په وروستي ۲۰ اور کې د اسټراليا وروستی لوبغاړی هم وسوځېد.

د افغان لوبډلې له لوري د توپ اچونې په برخه کې ګلبدين څلور، نوين الحق درې، راشد خان، محمد نبي او عظمت‌الله د سيالې لوبډلې يو-يو لوبغاړی وسوځوه.

له دې تاریخې بریا وروسته په ګڼو ولایتونو کې خلک واټونو ته را ووتل او دغه ستره بریا یې په جشنونو سره ونمانځله او هیله یې وښوده، چې افغان لوبډله دې د ورته مديريتي لوبو په کولو سره ځان تر سیمې فاینل ورسوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« زه له ګلبدین ډېره مننه کوم چې مکسویل یې اوټ کړ او قوي بریا یې د افغانستان ولس ته راوړه او ټولو هېوادوالو  ته مبارکي وایم، له خبرنګارانو نیولې ټول افغانان زنده باد. مبارکي ورته وایم.»

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په روان۲۰ اوریزه نړیوال کې جام کې ملې لوبډلې په پوره چمتوالي سره ګډون کړی او دا د دې لامل شو، چې د نیوزیلنډ او اسټرالیا په څېر پياوړې لوبډلې ماتې کړي.

د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، نړيوال جام کې د اتلانو ښه ځلېدو له امله پياوړې لوبډلې له ملي لوبډلې سره د لوبو ترسره کولو ته لېواله شوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه مشر نصیب خان وايي:« تاسو وویل چې د دې بریا لامل څه وه، تر ټولو لومړی خو د الله ج پر موږ خاص رحم دی، چې د افغانستان کرېکټ یې په ډېر کم وخت کې داسې ځای ته ورساوه، چې نورو هېوادونو په ۴۰ یا ۵۰ کلونو کې هم نه دي رسېدلي. بل زموږ د لوبغاړو پر ځان باندې باور بېخي زیات شوی، ذهنیت یې بدل شوی، که څه هم موږ لوبې بایللي هم دي، خو فکر بدل شوی، چې موږ یې نه شو ګټلی، یا یې له لویو لوبډلو نه شو ګټلی. الحمد الله هغه فکر اوس بدل شوی. درېیم زه چې لوبډلې سره څومره خبره کوم، د لوبډلې له مدیر سره خبرې کوم، الحمد الله په لوبډله کې یو مثالي اتحاد دی.»  

اسټرالیا په روان نړیوال جام کې تر اوسه ټولې پنځه لوبې ګټلې، افغانستان بیا په وروستیو پنځو لوبو کې درې بریاوې او دوه ماتې لري.

 د اسټراليا پر وړاندې له بریا وروسته د کرېکټ نړیوالومبصرینو افغان لوبډلې کارګردګۍ ستایلي او ویلي يې دي، چې افغان لوبډله یوه پیاوړې لوبډله ده.

د اسټراليا پر وړاندې له لوبې سره ملي لوبغاړي محمد نبي ۴۰۰ شل اوریزې سیالۍ بشپړې کړې.

 کرېکټ بورډ وايي، نوموړي په ۳۴۰ سیالیو کې توپوهنه کړې چې د ۱۷ نیمه سلیزو پرمټ‌ یې د ۲۱.۴۵ منډو په اوسط ۵۸۵۶ منډې جوړې کړې.

ټاکل شوې  ده، چې ملي لوبدله د روانې جون په ۲۵مه د نړيوال جام د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د سياليو په لړ کې د بنګلدېش پر وړاندې لوبه ترسره کړي.‌

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist