په غزه کې د اسرائیلو د جګړې له پيل څه باندې اته میاشتې تېرېږي او لاهم دغه بریدونه دوام لري او هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه د امریکا له لوري په غزې کې د اوربند په تړاو وړاندیز شوې طرحه تصویب کړې.
د دې شورا له لوري د غزې د اوربند طرحه، چې دوشنبه د جون پر لسمه تصویب شوې، درې پړاوونه لري. دغلته دایمي اوربند، له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل، د ویجاړو رغونه او اړمنو ته د بشري مرستو رسول د دې طرحې عمده برخې دي.
ملګري ملتونه وايي:« په غزه کې د اوربند او د برمته کسانو د ازادېدلو لپاره پرېکړهلیک د ۱۴ مثبتو رایو او یوې سپينې رایې په کارولو سره تصویب شو. پر حماس ډلې غږ کوو، څو دغه پرېکړه چې اسرائیلو منلې، ومني.»
له دې سره د امریکا له غوښتنې سره سم حماس یاد پرېکړهلیک ته مثبت ځواب ورکړی او د عامو فلسطینې وګړیو د خوندیتوب لپاره یې د اوربند په مطرح شویو برخو کې د عملي اقدام غوښتنه کړې.
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل اونیزه راپور کې ویلي، اسرائیلي ځواکونو د دې اوونۍ په لړ کې د غزې نصرت پنډغالي کې د څلور برمته اسرائیلیانو په راخوشې کولو سره، له ۱۰۰۰ زیات فلسطیني وګړي وژلي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیال مارټین ګرېفېټس وايي:« په کفن پوښلي جسدونه په سیمه کې ګورئ. موږ دا یو ځل بیا وایوو، چې په غزه کې د ژوند د خوندیتوب لپاره ځای نشته دی. په روغتونو کې شدید ټپیان پراته دي، چې د غزې روغتیايي بنسټونه یې له درملنې عاجز دي.»
د راپورونو له مخې پر غزې د اسرائیلي ځواکونو په تازه بریدونو کې، چې د دې ښار په مرکزي او سویلي برخو کې يې ترسره کړي، د ماشومانو په ګډون ۸ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
پر دغه ښار د اسرائیلو د بریدونو دوام ته په پام د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په غزه کې جګړه د امریکا، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو په رهبرۍ مدیریت کېږي.
د دوی په خبره د ملګرو ملتونو له لورې غزې ته د اوربند طرحې بې اغېزې دي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د غزې او اسرائیلو جګړه په اصل کې د دوه لویو قدرتونو د شرق او غرق بلاکو، د امریکا او روسې یا د ناټو او روسیې په منځ کې د سیالیو جګړه ده، نو دا جګړه دوی پیل کړې، دوی چې هر وخت توافق سره وکړي، موافقې ته سره ورسېږي، هغه وخت بیا ختمېږي. دا د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا پرېکړې ګټه نه کوي. ګورئ اوس هم په دې مرحلو کې جوبایډن د اوربند وړاندیز کړی، خو روسیې ممتنع رایه ورکړې. مانا دا ده چې روسې ونه منله. نو دا کومه ګټه نه کوي.»
ترکیې، مصر، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو د غزې اوربند ته د امریکا له وړاندیز شوې طرحې هرکلی کړی او دغلته يې د بېړني اوربند غوښتنه کړې.
د غزې اوربند ته د امریکا طرحه د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن له لوري د مې پر ۳۱مه وروسته له هغې واورل شوه، چې اسرائیلو د غزې په رفح کې میلیونونه وګړي بې ځایه کېدو ته اړ کړل او دغلته یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.