میوند لوبډلې د فوټبال ۱۶ کلنو لوبو سیالۍ وګټلې.
کابل کې د فوټبال شپاړلس کلنو سيالیو اتلولي ميوند لوبډلې وګټله.
دغه لوبې د کابل د بېلابېلو لوبډلو څخه نږدې درې مياشتې وړاندې پېل شوې وې چې پایلوبې ته يې ميوند او فجر افغان لوبډلې لار پيدا کړې وه.
پايلوبه کې د ميوند لوبډلې دوه او فجر افغان لوبډلې يو ګول وکړ چې پایله يو پر دوه د ميوند شپاړلس کلنو لوبډلې په اتلولۍ سره تمامه شوه.
اريا لوبډلې اردو ته د درېم مقام پر سر ماته ورکړه چې درېم مقام اريا او څلورم مقام يې اردو لوبډلې خپل کړ.
د سيالیو غوره ګول ساتونکي لقب د اريا شپاړلس کلنو لوبډلې لوبغاړي اجمل ته او د ټورنمټ د غوره لوبغاړي جايزه د ميوند لوبغاړي ذکريا ته ورکړل شوه.