Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرونا ویروس؛ نړۍ کې نږدې ټولې لوبې وځنډول شوې

Kansas City Royals fans Ron Bennett, right, Donna Bogue and Kathy Bennett are among the last to head out of the ballpark after the cancelation of a spring training baseball game between the Royals and the Seattle Mariners Thursday, March 12, 2020, in Surprise, Ariz. Major League Baseball is delaying the start of its season by at least two weeks because of the coronavirus outbreak and has suspended the rest of its spring training game schedule. (AP Photo/Elaine Thompson)

کرونا ویروس؛ نړۍ کې نږدې ټولې لوبې وځنډول شوې

admin by admin
2020/03/21

د کرونا ویروس نږدې د نړۍ ۱۸۵ دولتونو او سیمو ته رسېدلی دی او په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.

 کرونا ویروس یو شمیر هیوادونه د اقتصادي بحران سره هم مخ کړي دي. د اقتصاد تر څنګ ورزشي پرګرامونه هم ددغه ویروس د اغیز لاندې راغلي دي.

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د نړۍ یو شمیر هېوادنو ځینې تدابیر نیولي دي:  

د افغانستان حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر په مناسبتی مراسمو، د نورز په نمانځلو، په حمامونو او همدارنګه په ورزشي برنامو بندیز لګولی دی.

د هیواد د المپیک کميټې بیا په ټولو ورزشي برنامو بندیز لګولی دی.

د بزکشي سیالۍ چې د کابل په حضوری چمن کې ترسره کیدلي د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په خاطر لغوه اعلان شوې.

همدارنګه په نړۍ کې هم په ورزشي برنامو بندیز لګیدلی دی.

د پاکستان کرکت سیالۍ چې تر نیمه پایلوبې پورې رسیدلې وې، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره بندې شوې دي.

او همدارنګه د انګلستان پریمیر لیګ، سیری اې، او د باسکټ بال سیالۍ هم د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر ځنډېدلې دي.

همداراز د انګلستان فوتبال کلپونو د خپلو لوبغاړو غوښتي چې خپل فیسونه ۲۵ سلنه را کم کړي.

د فوتبال کلپونو ویلي دي چې لوبغاړي به د امر ثانې پورې لوبې نه کوي نو له همدې وجهې باید خپل فیسونه راښکته کړي.

له بلې خوا، د انګلستان کرکت بورد خپلو ټولو لوبغاړو څخه غوښتي چې خپل ځانونه قرنطین کړي. 

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۰ کال د المپیک سیالۍ چې په جاپان کې ترسره کیږي، لا تر اوسه یې د ځنډیدو او یا نه ځنډیدو پرېکړه نه ده شوې.

په ورته وخت کې، ځینو لوبغاړو بیا د المپیک په نړیوالې کميټې غږ کړی چې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر دې د ۲۰۲۰  کال المپیکي سیالۍ وځنډول شي.

خو د المپیک نړیوالې کمیټې ځینو چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو ته کابو څلور میاشتې پاتې دي او دوی د دغو سیالیو ځنډیدو په اړه اوس مهال پریکړه نشي کولی.

د المپیک سیالۍ در روان زږدیز کال د جولای په ۲۴ مه ترسره کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist