Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پښتنو قامي جرګې له پرېکړې سره سم خیبر پښتونخوا کې ولسي پاڅونونه پیل شول

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو غړیو خوشي کولو لپاره لاریونونه پیل کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/21

پښتون ژغورنې غورځنګ(پي‌ټي‌اېم) د پاکستان په زندانونو کې د خپلو بندي غړو  او د رهبرۍ شورا مخکښ غړي، صمد خان د خوشي کولو او دغه راز په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجي لاریون وکړ.

د دې غورځنګ مخکښ غړي زکیم خان د پښتون ژغورنې غورځنګ له ملاتړو غوښتي چې په پراخه کچه د سولې او امن لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

زکیم خان ویلي: « تاسو وینی چې له تېر یوه نیم کال راهیسې په بنو کې د ریاستي دهشتګردۍ یوه اډه جوړه شوې، د بنو ټولې لارې بندې دي او خلک په نهايي تکلیف کې دي. د بنو له بازار ها خوا نورې علاقې هم د ریاستي دهشتګردۍ کوربه دي، خلک له کورونو ایستل کېږي او کاروبار په ټپه ولاړ دی. همدارنګه په دې ولسي پاڅون کې د صمدلالا د خوشي کولو غوښتنه کېږي.»

په ورته مهال، د یاد غورځنګ ملاتړي وایي، پوځ دې په پاکستان او  خيبرپښتنونخوا کې د پښتنو پر وړاندې روان تاوتریخوالی بند کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی وايي: « د پاکستان ریاست باید زموږ غوښتنې ومني او زموږ بندي خلک را خوشي کړي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل غړی وايي: « تاسو وینی چې د پاکستان ریاست هره ورځ د جګړې او نا امنیو جوړولو نوې پروژې اخلي. دا جګړې زموږ نه دي بلکې د بهرنیو هېوادونو جګړې دي او ګټه یې هم پنجاب ته رسېږي. په دې جګړو کې خاوره او وینه د پښتون کارول کېږي او ګټه یې پنجاب کوي. د پاکستان ریاست کوشش کوي د پښتون ولس هغه واقعي استازي بندي او غږونه یې بند کړي چې د خپلو خلکو ازادي غواړي.»

 د بشري حقونو مدافعان هم  په پاکستان او  خیبر پښتونخواه او نورو پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستان روان ظلمونه غیر انساني بولي او له نړیوالو سازمانو غواړي چې دا ځورونې وغندي او د درولو لپاره یې کار وکړي.

تر دې وړاندې  د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خیبر پښتونخواه او نورو پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستان پوځي رژیم د روانو ظلمونو پر وړاندې د پښتنو را ویښولو ترڅنګ، په نړیواله کچه هم خپل غږ پورته کړی.

دوی له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو هم غوښتي چې د پښتنو غږ واوري او خيبرپښتنونخوا کې د پښتنو پر وړاندې روان تاوتریخوالې پای ته ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د تېر کال پرتله د ګلابو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
افغانستان

خوست کې یوه کروندګر د ګلانو تر ۱۰۰ زیات نسلونه روزلي

اپریل 21, 2026
اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي
افغانستان

افغانستان سره د لارو تړلو له امله پاکستان کې وضیعت خراب شوی

اپریل 21, 2026
خالص: د مضرو ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه کمه خو له منفي اغېزو یې خوندي نه دی
افغانستان

خالص: د کابل ښار ځینو برخو تر ځمکې لاندې اوبو ۶۰ سلنه د څښاک نه دي

اپریل 21, 2026
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره الوتنې شوې
افغانستان

د حج فریضې اداء کوونکو افغانانو لومړنۍ الوتنه له بلخ ترسره شوه

اپریل 20, 2026
له۱۰زرو کلونو وروسته د پخواني لوی لېوه نسل بیا را ژوندی شو
افغانستان

کابل کې د اهلي ژویو تود بازار؛ د ځینو بهرنیو سپیو بیه تر ۲ زره امریکايي ډالرو رسېږي

اپریل 20, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

د کرنې وزارت پلاوي روسیه کې د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او وارداتو خبرې کړې

اپریل 20, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د تېر کال پرتله د ګلابو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

خوست کې یوه کروندګر د ګلانو تر ۱۰۰ زیات نسلونه روزلي

اپریل 21, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي

افغانستان سره د لارو تړلو له امله پاکستان کې وضیعت خراب شوی

اپریل 21, 2026
خالص: د مضرو ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه کمه خو له منفي اغېزو یې خوندي نه دی

خالص: د کابل ښار ځینو برخو تر ځمکې لاندې اوبو ۶۰ سلنه د څښاک نه دي

اپریل 21, 2026
د پښتنو قامي جرګې له پرېکړې سره سم خیبر پښتونخوا کې ولسي پاڅونونه پیل شول

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو غړیو خوشي کولو لپاره لاریونونه پیل کړل

اپریل 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist