له بېلابېلو کړکېچونو سره لاس په ګرېوان پاکستان په اړه اټکل دا دی چې له يوه کورني جمعي بحران سره مخ کېدونکی دی؛ داسې چې ترې زېږنده خطر يې ښايي د دې هېواد سياسي جوړښت ونړوي.
څارونکي باور لري چې که څه هم په پاکستان کې د ګوندونو ترمنځ اختلاف او په دې هېواد او خيبرپښتونخوا کې روانو جګړو هلته کړکېچ لوړ حد ته رسولی و، خو په خبره يې د امريکا، اسرایيلو او ايران ترمنځ جګړې پر منځني ختيځ سربېره، د پاکستان جاري کړکېچ د بحران تر کچې رسولی او د حاکم سياسي ساختار ريښې یې سستې کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « د پاکستان روانه ناقصه پالیسي د دې سبب شوې چې په پاکستان کې امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت وروستي ټکي ته ورسېږي.»
د چارو شنونکي بیا د پاکستان روان وضیعت چې په سیمه کې له واړه بدلون او کړکېچ هم متاثره کېږي، د دې هېواد د پوځي رژيم هغو پالیسیو او تګلارو پایله بولي چې له لسیزو راهیسې یې غوره کړې، تل یې د نورو په ناامنۍ کې خپلې ګټې لټولې دي او د خپلو ګاونډيو هېوادونو له ناسم وضیعت یې د ځان په ګټه استفاده کړې.
د پوهنتون استاد فیض محمدځلاند وايي: « پاکستان په دې وروستیو کې د خپلو پنځو لسیزو کرغېړنو او شومو سټراټیژيو او تګلارو پایلې او ثمره ګوري. دا مهال چې په پاکستان کې کومه نا امني او کاواکي روانه ده، هغه که سیاسي کړکېچ دی، که ټولنیز او اقتصادي کرکړېچ دی او که روانه نا امني ده؛ دا د پاکستان د خپلو سټراټيژيو نتیجه ده.»
ځينې نور بیا په دې باور دي چې اوس خلک په پاکستان کې د ډېرو ظلمونو او وژنو له امله د دې هېواد له پوځي رژیم کرکه کوي او په خبره يې، د پاکستان پوځ په دې هېواد او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې عام خلک په نښه کړي، د سیاسي ګوندونو مشران یې بندي کړي او هغوی چې له پالیسیو سره مخالفت کوي، یا یې وژلي او یا یې هم زندانونو ته اچولي.
د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « د ډېر ظلم له امله د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې د پاکستان له پوځ څخه نفرت کېږي. د دې لامل دوی خپله دي؛ ځکه د احزابو مشران یې بندیان کړي، قومي مشران او د قومونو تاریخ ساتونکي یې زندانونو کې اچولي او هغه کسان یې شهیدان کړي چې د دوی فرمایشونه یې نه دي منلي.»
اوس مهال پاکستان له افغانستان سره په جګړه بوخت دی، پر افغان خاوره یې یرغل کړی، عام افغانان یې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي شهیدان کړي دي. افغان ځواکونو هم د پوځي رژیم پر وړاندې د ردالظلم په نوم انتقامي عملیات پیل کړي چې تر دې مهاله یې سلګونه پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې لسګونه پوستې نیولې او ویجاړې کړې دي.