د ترکیې بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته کړکېچونو په تړاو نظر څرګند کړی او وايي، هېواد یې دا کړکېچ له نږدې څاري.
هاکان فیدان په خپلو خبرو کې افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره حیاتي او مهمه مسله یاده کړې.
د هغه په ټکو، د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ ځکه د پام وړ دی چې په خبره يې، افغانستان له ځينو ترک تبارو هېوادونو سره ګډه پوله لري او په مستقیم ډول ترې اغېزمنېدای شي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي: « په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره اړینه او حیاتي مسله ده. په داسې حال کې چې افغانستان له یو شمېر ترک هېوادونو سره ګډه پوله لري، موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجوده کړکېچ له نږدې څارو.))
افغانستان په شمال کې د امو سیند په اوږدو کې له ترکمنستان سره څه باندې ۸۰۰ کېلومټره او له ازبېکستان سره بیا شاوخوا ۱۴۴ کېلومټر ګډه پوله لري چې د ژبې او نژاد له درکه دواړه ترک توکم هېوادونه دي.
که څه هم ترکیې له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو او شخړو د هواري په موخه د مذاکراتو کوربه توب کړی، خو دې کوربه توب مثبته پایله نه لرله.
دا ځل هم د دې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د روانې مارچ میاشتې په درېیمه نېټه د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې هېواد یې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د لانجو په راکمولو او د اوربند په ټینګولو کې رول لوبلو ته چمتو دی.
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال وايي: « اوس د سیمې ټول هېوادونه په دې باورمن شوي چې د افغانستان نا امني او بې ثباتي، د سیمې نا امنۍ او بې ثباته کېدو سبب کېږي. له همدې امله د سیمې هر هېواد دېته چمتو شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې هوارولو لپاره منځګړیتوب وکړي. ترکیه یو له سترو اسلامي هېوادونو دی او کولی شي د سیمې او نړۍ په کچه پر شته پالیسیو اغېز ولري.»
د چارو څارونکو په باور، ترکیه د دواړو خواوو ترمنځ د ترینګلیتاوو په راکمولو کې پام وړ اغېز لرلی شي، خو که پاکستان په مذاکراتو کې صادقانه عمل وکړي او عیني واقعیتونه درک کړي.
دوی وايي، د پاکستان کورنۍ ستونزې د دې هېواد عیني واقعیتونه دي چې پوځي چارواکي يې پرې سترګې پټوي او پر افغان لوري یې د تپلو هڅه کوي او همدا د روانې جګړې اصلي لامل دی.
د سیاسي چارو شنونکی خلیلاحمد نادم وايي: « که چېرې ترکیه واقعي منځنګړیتوب وکړي او پاکستان هم له خپلو نامشروع غوښتنو تېر شي، ښايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسېږي.»
ترکیه داسې مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ترینګلیتاوو له نږدې د څار خبره کوي چې له دې وړاندې روسیې، قطر، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو هم پر را ولاړې شوې لانجې اندېښنه ښودلې او د منځګړیتوب لپاره یې خپل چمتوالی اعلان کړی.