د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دې ولایت زعفران که څه هم د هرات له لارې صادرېږي، خو په خبره یې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې له دغه ولایت څخه هم په مستقيمه توګه د زعفرانو صادرات پیل کړي.
چارواکي يې زياتوي، چې د کندهار زعفران د نړۍ په کچه له لوړ کیفیت لرونکو زعفرانو دي او په خبره یې، که یې د کرکيلې د ترویج لپاره هڅې زیاتې شي، ښایي صادرات یې هم د اوسنۍ اندازې څو برابره زيات شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، تېر کال له کندهار څخه ۶۶ کیلو او روان کال تر اوسه ۴۴ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر شوي.
دوی تمه لري، چې راتلونکو کلونو کې به د کندهار زعفرانو صادرات نورو هېوادونو ته هم پيل شي او له درکه به یې کروندګر له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، عبدالباقي بینا وایي: «له نېکمرغه چې په کندهار ولایت کې د زعفرانو کښت تېرو کلونو ته په کتو ډېر ښه شوی دی. دا چې په کندهار کې یې اندازه کمه ده؛ نو ډېری سوداګر یې په هرات کې پوره کوي او بیا خپل صادرات له هغې لارې بهر ته کوي. خو بیا هم تېر کال یې له کندهار څخه د صادراتو ټوله کچه شاوخوا ۶۰ کیلوګرامه وه خو سږ کال بیا تر اوسه ۴۴.۱۴ کیلوګرامه صادرات چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵۵زره امریکایي ډالره کېږي؛ شوي دي.»
کندهار کې د زعفرانو سوداګر وایي، دا مهال د دې ولایت زعفران امریکا، کاناډا، هند او ځینې نورو هیوادونو ته صادرېږي، چې په خبره یې که یې پروسس او کرنه معیاري شي ښايي تولید او صادراتو کې یې زیاتوالی راشي.
د زعفرانو یو تن سوداګر، مسعودشاه احمدي وایي: «د افغانستان په زعفرانو کې د هرات او کندهار له نورو ډېر شهرت لري. په ۲۰۱۴ کال کې د کندهار زعفران د هرات له زعفرانو هم په کیفیت کې ښه وو. خو بدبختانه چې دلته یې کروندګر پر روزنه او کرکیله نهپوهېږي نو ځکه په دې برخه کې ستونزې شته.»
د زعفرانو یو بل کاروباري، کبیر احمد نبي زاده وايي: «موږ او تاسو زعفران یوازې د چای څښلو لپاره کاروو خو بهر کې ترې د درملو په ګډون بېلابېلو برخو کې کار اخیستل کېږي. زعفران ډېرې ګټې لري. ډولونه یې متفاوت دي؛ پوشال، نګین، سوپر نګین او رویال دي. قېمتونه یې کیفیت ته په کتو توپیر لري.»
په تېرو کلونو کې هم د کندهار زعفران چین، هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، امریکا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو ته صادر شوي دي.












