د افغانستان بانک چارواکي د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو لپاره د دوی روانو هڅو ته په اشارې وايي، د الکټرونیکي تادیاتو پراخـــــــتیا سټراټیژۍ پلي کول به د افغانستان مالي نظام عصري کړي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال وايي، لـه دې سره به د روڼتیا او حساب ورکولو او همداراز مالي خدماتو ته د هـــــــېواد د لرې پرتو سیمو خلکو لاس رسي زمینه هم برابره شي.
صدیق الله خالد په دې اړه جوړې شوې غــــــونډې ته خبرې کې د اړوند ادارو او نورو مالي ادارو په همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد د عوایدو ډیجیټلي کول به افغانستان مالي ټیکاو ته ورســــوي او له نړیوال اقتصاد سره به یې د سیالۍ جوګه کړي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري په دې اړه وايي: « دا سټراټیژي د مالي نظام د عصري کولو، شفافیت او حساب ورکولو زمینه برابروي او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د چټکو او عصري خدمتونو وړاندې کولو ته امکانات برابروي. نوموړي زیاته کړې، د دې سټراټیژۍ پلي کول یو ملي مسوولیت دی، ټولې اړوند ادارې او په ځانګړې توګه د الکټرونیکي پیسو موسسات مکلف دي چې په تړاو یې خپل اغېزناک رول ولوبوي او خلکو ته لا غوره خدمتونه وړاندې کړي. نوموړي همدارنګه وویل، ډیجیټل سازي افغانستان د مالي ثبات او له نړیوال اقتصاد سره د سیالۍ په لاره سموي.»
خو دا چې عام خلک په دې اړه څه فکر کوي، موږ په دې اړه له یو شمېر کابل ښاریانو سره خبرې وکړې. دوی په هېواد کې د الکټرونیکي تادیاتو د پراختیا او دود کولو لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړ، خو دوی دا هم وايي چې د هېواد اکـــــــــثریت خلک د الکټرونیکي راکړه ورکړې سره اشنايي نه لري او په کار ده چې پوهاوی ورکړل شي.
د کابل ښار یو تن صراف روح الله وايي: « پیسې ډېرې زړې شوې دي، که څه هم بانک یې بدلوي، خو باید خلک هم د پیسو په ستانه کې همکاري وکړي. دا نظر ښه دی چې تادیات الکټرونیکي شي، همدا اوس له ما سره په دې وېټرن کې پیسې دي، خو څوک یې رانه نه اخلي.»
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی محمد نوروز وايي: « حکومت ته په کار ده چې خلکو ته د الکټرونیکي پولي کارټونو کارول وښيي، ځکه څوک پرې نه پوهېږي، دا ښه ده چې راکړه ورکړه په کارټونو شي.»
په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان بیا په نغدي معاملاتو کې د بانک نوټونو شړېدلو او په فزیکي ډول د پیسو د لېږد په برخه کې امنیتي اندېښنو ته په اشارې وايي، الکټرونیکي راکړه ورکړه په ورځنیو چارو کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کولی شي او ان په سترو سوداګریزو معاملو کې هم مهم رول لوبولی شي.
د اقتصادي چارو کارپوه یونس ځدراڼ وايي: « د ولایتونو او ولسوالیو خلک بانک ته لاسرسی نه لري او مرکز ته سفر نه شي کولی. په دغو خلکو د حکومت مالیه پاتې کېږي او حکومت دومره امکانات لري چې دغو کسانو پسې ورشي او مالیه ترې راټوله کړي. که سیسټم الکټرونیکي شي، خلک له هماغه ځایه کولی شي خپل مالیات ورکړي.»
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « کاغذي پیسې د ډېر استعمال له امله زړېږي او چلښت لوېږي. د دغو پیسو پر بیا چاپ ډېر لګښت راځي. همدارنګه نغدې پیسې ناروغۍ لېږدوي، خو که له الکټرونیکي پيسو کار واخیستل شي، دا ستونزې به هوارې شي.»
په افغانستان کې د الکټرونیکي تادیاتو د راکړې ورکړې د پراخیتا لپاره دا بحثونه داسې مهال کېږي چې په روان کال کې د ا فغانستان بانک د درېیو میلیاردو افغانیو شړېدلو بانک نوټونو د سوځولو خبره کړې.
د دې بانک چارواکو خلک هڅولي چې د نغدي معاملاتو پر ځــــــــــــای الکټرونیکي معاملاتو ته مخه کړي.