Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران دوغارون بندر افغانستان سره د آزادې سوداګریزې- اقتصادي ساحې په توګه اعلان کړ

ایران دوغارون بندر افغانستان سره د آزادې سوداګریزې- اقتصادي ساحې په توګه اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/07

د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو پراختیا په اړه د کابل او تهران چارواکو ترمنځ د لیدنو او خبرو په دوام، تازه تهران د افغانستان او ایران ترمنځ د آزادې اقتصادي او سوداګریزې سیمې په توګه د دوغارون ځانګړې سیمې د ارتقاء خبر ورکوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ایران اقتصاد وزارت پارلماني او حقوقي مرستیال د دوشنبې په ورځ په یوه ناسته کې سرحدي، کلتوري، اقتصادي ګډو ټکو او اقتصادي ظرفیتونو لوړولو ته په اشارې ټنیګار کړي چې دا سیمه کولی شي د سوداګرۍ آزادې سیمې په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبادلو زیاتوالي په برخه کې بارز رول ولوبوي.

د ایران اقتصادي وزارت پارلماني او حقوقي مرستیال محمد رضا دشتی ‌اردکاني ویلي: « آزادې سیمې ته د دوغارون خاصې سیمې لوړول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي تبادلې زیاتوالي، آزادې سیمې ته له وېزو پرته د افغان وګړو داخلېدو امکان، د سرحد دواړو غاړو ته د ګډو آزادو سیمو رامنځته کولو او سوداګریزو فعالیتونو تسهیل په اړه کولی شي د افغانستان او ایران ترمنځ د پاملرنې وړ حجم زیات کړي.»

محمد رضا دشتي اردکاني همدا ډول ویلي، هېواد یې په شرقي پولو کې سوداګرو او موټر چلوونکو ته د ټرانزیټ په برخه کې زیاتو اسانتیاو رامنځته کولو ته ژمن دی.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبارصافی وايي: « په دوغارون کې له افغانستان سره د یوه آزاد بازار جوړول د دواړو هېوادونو په ګټه دی او موږ کولی شو لکه څرنګه چې حیرتانو کې له ازبېکستان سره ګډ بازار ته ورځو، دې بازار ته هم له وېزې پرته ورشو. هلته به زموږ سوداګر له دوی او دوی له موږ څخه توکي اخلي، دفترونه به پرانېستل شي او ښه مارکېټ به جوړ شي.»

په ورته وخت  کې د چارو یو شمېر نور شنونکي د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو لارو تړل کېدو ته په اشارې وایي، د سوداګریزو اړیکو پراختیا ترڅنګ، د دې سیمې ارتقا‌ کولی شي افغانستان له نړیوالو بازارونو سره وصل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « په اوسنیو شرایطو کې چې د افغانستان اقتصاد او صنعت تازه راټوکېدلي او د دولت ملاتړ ته اړتیا لري، د افغانستان د پولو په اوږدو کې د دا ډول تجارتي او اقتصادي زونونو جوړېدل، د افغانستان په ګټه نه دي؛ ځکه چې له یوې خوا ډېر واردات د داخلي تولیداتو د تضعیف سبب کېږي او له بلې خوا، په دغو سیمو کې شته ګمرکونو سطحه ټیټېږي او د افغانستان د ملي عوایدو کمېدو سبب کېږي.»  

ومو غوښتل په دې اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو د دې راپور تر نشرېدو پورې یې له موږ سره خپل نظر شریک نه کړ.

له دې وړاندې په کابل کې  د ایران سفارت سرپرست علي رضا بېکدلي هم د ۲۰۲۵زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې په یوه ويډیویي پیغام کې ویلي و چې په نږدې راتلونکي کې به د ایران او افغانستان ترمنځ د شمتېغ په نوم یو نوی رېلي بندر جوړ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist