د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر ميلادي کال کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه زياته شوې.
د دې وزارت د مسوولانو په خبره، له ستونزو او ننګونو سربېره د سوداګرۍ کچه زياته شوې او شاوخوا ۱۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، په ۲۰۲۵ کال د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۳.۹۳۲ میلیارد د ډالره و چې له ډلې يې ۱.۸۰۷ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
اخوندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړې: « د ۲۰۲۵ کال په لړ کې د افغانستان سوداګري (صادرات او واردات) د لارو بندېدو، ننګونو او ستونزو له موجودیت سربېره منفي اغېز نه درلود بلکې د تېر کال په پرتله یې زیاتوالی درلود. زموږ د ټولې سوداګرۍ کچه ۱۳.۹۳۲ میلیارد ډالره وه چې له ډلې يې ۱.۸۰۷ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او ۱۲ میلیارده ۱۲۵ میلیون ډالره هم واردات ترسره شوي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند په خبره، افغانستان ډېری صادرات ګاونډو او د سیمې هېوادونه ته کړي او تر ډېره یې وچې او تازه مېوې او دغه راز کاني او کرنیز مواد صادر کړي دي.
اخوندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: « د افغانستان تر ټولو ډېر صادرات هندوستان، پاکستان، ازبېکستان، متحده عربي امارات، قزاقستان، ایران، ترکیه، چین، عراق او تاجیکستان هېوادونو ته شوي. د افغانستان په اکثریت صادراتي توکو کې انځیر، ممیز، اینجه او د اینجې تخم، د ډبرو سکاره، پنبه، زڼي، پسته، بادام، زعفران، وچ زردالو، زیره، مڼې، انګور، روميان، مۍ، څښاک توکي، کاني ډبرې، غالۍ او ټغر، جلغوزي او انار شامل وو.»
د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان له ایران، عربي متحده اماراتو، پاکستان، هند، چین، ترکمنستان، ازبېکستان، روسیې، قزاقستان او مالیزیا څخه په لویه کچه واردات لرل چې ترډېره په کې د موټرو پرزې، ډيزل، پټرول، اوړه او غنم، برقي ماشینونه او د هغوی پرزې، طبعي ګاز، کتان، غوړي، سیمنټ، درمل، وریجې، بوره، لبنیات، سیګرېټ او د صنعتي فابریکو خام مواد شامل دي.