Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت خونه: هرات کې له زرو زیاتې ښځې په سوداګریزو او صنعتي برخو کې فعالیت کوي

د صنعت خونه: هرات کې له زرو زیاتې ښځې په سوداګریزو او صنعتي برخو کې فعالیت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/29

که په ځان باور او کلکه اراده موجوده وي، نو د ستونزو تر ســیوري لاندې هم د رڼا د څرک موندل ممکن وي.

مریم مفتي ‌زاده، هغه نجلۍ چې لا په عمر وړه ده، خو د ژوند د سختو څپو پر وړاندې یې د ارادې بېړۍ درېدلې نه ده. هغه نجلۍ چې د زده ‌کړو بې ‌برخې کېدل یې هیلې له منځه یو نه وړې بلکې د کار او هڅو په مټ یې د روښانه راتلونکي لپاره نوې لارې ور پرانیستلې.

هغې پرېکړه وکــــــړه چې د ناهیلۍ پرځای له خـــــپلې وړتیا ګټه واخــــلي او د دودیزو مهارتونو له لارې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
مریم دا مهال په کورني او سنتي ډول د اچارو، روب او د هرات د ســیمه‌ییزو خوړو د تولید په برخه کې  ۱۰ زره ډالره پانګونه کړې.

متشبثه مریم مفتي ‌زاده وايي: « د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته مې پرېکړه وکړه چې د ځان او نورو د بوخت ســـــــــاتلو لپاره لاس په کار شم، ترڅو هنر او صنعت پرمختګ وکړي.»

د مریم په وړه خونه کې څه باندي ۱۵ بې ســرپرسته مېرمنو ته د کاري زمینې برابرېدو سره په ورځني ډول ۵۰ څخه تر۱۰۰ کیلو اچار او نور بېلابېل خوراکي توکي تولیدېږي چې د سیمه ییزو هټیو تر څنګ په آنلاین بڼه هم پلورل کېږي.
هغه باور لــــــــــري چې دا هڅې به یې سبا د لا ښه راتلونکي بنسټ کېږدي او د مېرمنو اقتصادي خپلواکۍ پر لور به یو سترګام ثابت شي.

مریم مفتي زاده په دې اړه وايي: « کومې ښځې چې دلته له موږ سره کار کــــــــــــوي، د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري. د ځینو خاوندان ناروغان دي او اقــــتصادي وضعیت یې خورا کمزوری دی. ځینې داسې ښځې دلته شته چې په کورنۍ د فــــــــقر له امله له تاوتریخوالي سره مخ وې.»
بازار موندونکې درسا قتالي وايي: « د بازار موندنې او آنلاین فروشاتو په برخه کې موږ پر سترو سوپرمارکېټونو او نورو دوکــانونو خپل محصولات پلورو. اوس مو د آنلاین له لارې هم د خپلو محصولاتو پلور پيل کړی، ترڅو خپل محصولات په اسانه توګه تر مشتري ورسوو.»

دلته په کار بوختې مېرمنې هم وایي، په دې ځای کې کار کولو سره کولی شي د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو حل کې مرسته وکړي.

د هرات اوسېدونکې آرزو وايي: « زه د کور سرپرسته یم او اته تنه یتیمان راسره دي. زه دې ډول کار ته ډېره اړتیا لرم. زه ډېره خوښحاله کـــــــېږم چې د ښځو لپاره ځانګړي کارونه پيل شي، ترڅو خپلې کورنۍ ته عاید یوسي.»

د کارخونې یوه کارکــــــــــوونکي سمیه وايي: « زه له دې کار ډېره راضي، ځکه یوازې مېرمنې په کار کوي. اوس مهال نارینه بې روزګاره او بې عایده دي، نو موږ کار کوو ترڅو د خپلې کورنۍ له نارینه وو سره په لګښتونو کې برخه واخلو.»
له دې ټولو سره، لوېدیځ زون کې د مېرمنو سوداګرۍ او صــــــــنایعو خونې مسوولان وایي، دا مهال لوېديځ زون کې ۱۱۰۰ مېرمنې په صنعت او سوداګرۍ برخو کې فعالیت لري چې یو شمېر هغه یې تازه له ایرانه راستنې شوې مېرمنې دي.

د لوېدیځ زون د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه بهناز ســـــلجوقي وايي: « موږ په هره سطحه تجارت پېشه ښځې لرو، یعنې هم په لویه، هم په منځنۍ او هم کــــــوچنۍ کچه. اکثریت یې داسې دي چې په کوچنۍ سطحه کار کـــــــــــوي. د دغو ۱ زر ۱۰۰ ښځو ترمنځ، یو شمېر یې له ایرانه راستنې شوې ښځې دي او یوازې څو میاشتې کېږي چې خپل فعالیتونه یې پيل کړي دي.»

غوښتنې دا دي چې د مېرمنو ســــوداګریزو فعالیتونو پراختیا او ودې لپاره اړتیا ده چې اســـــــــلامی امارت او نړیوال بنسټونه په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه او ملاتړ وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist