له هرات ولایت څخه نورو هېوادونو ته د صادراتو په لړ کې دا ځل له دې ولایته د بېټریو صادارت پيل شول. د صادراتو په دې لومړۍ چوپه کې د ۴۰ زره امریکايې ډالرو په ارزښت ۲۲ ټنه بېټرۍ عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان ته صادرې شوې.
د بېټریو تولیدي شرکت مسوول محمد نعیم نیازی وايي: « نن ورځ موږ د لومړي ځل لپاره افغانستان څخه اماراتو ته د بېټریو د صادراتو لیدونکي یو، دا اټومي بېټرۍ دي او صادرات به یې ادامه ولري.»
د هېواد صنایعو او کانونو خونې مسوولان وایي، افغانستان اوس مهال په دې برخه کې څه باندي ۱۱۰ میلیون ډالره پانګونې سره، ۱۱ تولیدي کارخونې لري چې شاوخوا ۱۸۰۰ کسان په کي په کار بوخت دي.
د افغانستان صنایعو او کانونو خونې مرستیال عبدالمتین قلندري وايي: «موږ دلته ۱۱ فابریکې لرو او هغه تحلیل چې په دې وروستیو کې په دې اړه شوی، په دې فابریکو کې ۱۱۰ میلیون ډالره پانګونه شوې او شاوخوا ۱ زر ۸۰۰ تنه په کې په کار بوخت دي. دا کارخونې د افغانستان د اړتیا وړ ډول ډول بېټرۍ تولیدوي.»
د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « موږ تمه لرو چې افغانستان ته د بېټریو واردات کم شي، ځکه موږ خپلې فابریکې لرو او باید پر پښو ودرېږي. موږ د بېټریو په برخه کې پرځان بسیا یو او باید پاتې شو.»
که څه هم دې وروستیو د کورنیو تولیداتو صادرات زیات شوي، خو بهرنیو هېوادونو کې دغو تولیداتو ته بازار موندنه او په ځانګړي ډول نندارتونونه جوړول هغه څه دي چې د کورني تولید له ودې سره مرسته کوي. د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « له هېواد څخه د باندې نندارتونونو جوړول سبب شول چې د افغانستان داخلي تولیدات د نړۍ بازارونو ت معرفي شي؛ همدارنګه د صادراتو ډېرولو لپاره هڅې هم خورا ګړندۍ دي او له امله یې افغانستان په یوه صادراتي هېواد بدل شوی.»
له دې ټولو سربېره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي، هېواد کې د پانګونې جذب او له کورنيو تولیداتو د ملاتړ په موخه به تر راتلونکي یو نیم کال پورې د صنعت په برخه کې د برېښنا کمښت ستونزه حل او افغانستان به له وارداتي هېواد څخه صادراتي هېواد ته بدل شي.
د صنعت و سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ معیناحمدالله زاهد وايي: « اسلامي امارت ژمن دی چې افغانستان به له وارداتي هېواد څخه په صنعتي، تولیدي او صادراتي هېواد بدلوي. موږ دغه هدف ته د رسېدو لپاره د هغو سوداګرو ملاتړ ته اشد ضرورت لرو چې دلته یې پانګونه کړي او یا غواړي پانګونه وکړي.»
د یادونې وړ ده چې دا مهال د هرات صنعتي ښارګوټي کې څه باندي ۱۲۰۰ لویي کارخونې فعالیت لري چې له ډلې یې ۱۱۲ هغه بهرنیو هېوادونو ته صادرات لري. تر دې مخکې د روانې میاشتې په سر کې هم له هرات څخه امریکا ته د مربا او اچارو صادارت ترسره شول.