د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د پستې یو شمېر باغونه کلونه وړاندې د لومړي ځل لپاره جوړ شول، خو اوس یې ښه نتیجه ورکړې او هر کال ښه حاصلات ورکوي.
د دغو باغونو مسوولین وايي، سږکال له دې باغونو څخه د پستي حاصلات زیات شوي او کیفیت يي هم ښه شوی دی.
د پستې د یوه باغ مسوول کریم الله وايي: « سږ کال د پستې حاصلات ډېره ښه دي، خو یوه خبره ده چې د پستې ونې یو کال بار نیسي او بل کال یې نه نیسي. د پستې بل ښه والی دا دی چې وچه مېوه ده که مارکېټ خراب وي، ساتلی یې شو. زموږ سیمه کې به شاوخوا ۱۸ زره ونې وې، خو ټول یې لا په حاصل نه دي راغلې.»
د پستې یو شمېر نور باغ لرونکي هم وايي، پسته د نورو مېوو په پرتله لږو اوبو او کم کار ته اړتیا لري او ترڅنګ يې حاصلات هم زیات دي.
د دوی په خبره، پسته په کورنیو او بهرنیو مارکېټونو کې ښه بازار هم لري او په ښه بیه پلورل کېږي.
کروندګر محمد طاهر وايي: « پسته ډېر ښه بوټی دی او د نورو ونو په پرتله لږ اوبه غواړي؛ ځکه دا د غره بوټی دی او د غره خاصیتونه لري.»
کروندګر نجیب اغا وايي: « زما نظر دا دی چې خلک باید ورو ورو د انګورو او انارو په ځای هم پستې ته مخه کړي؛ ځکه دا وچه مېوه او تر ډېره وخت ساتل کېدای شي. همدارنګه بیې یې هم ښې دي.»
په ورته مهال، د کندهار کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، کندهار کې پر۱۲۰ هکټاره ځمکو د پستې باغونه کېنول شوي او تمه ده چې سږکال به ورڅخه ۹۸۴ ټنه حاصلات ترلاسه شي.
د مسوولینو په وینا، پسته د ښه اقتصادي بدیل کښت او د وچکالۍ اغېز ته په کتو د ترویج په حال کې ده او زیات شمېر کروندګرو ورته مخه کړې.
د کندهار کرنې ریاست کې د مېوه جاتو او سبزیجاتو مسوول انجینر ایمل حکیمي وايي: « د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله ښه شوي. دا مهال په ۱۲۰ هکټاره ځمکو د پستې باغونه موجود دي او کلنی حاصل یې ۹۸۴ ټنو ته رسېږي.»
پسته په افغانستان کې ښه بازار لري چې د یوې کیلو بیه یې تر١٢٠٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان د خپلې پستې ترڅنګ، له بهره هم هرکال د میلیونو ډالرو په اندازه پسته را وارېدېږي.