Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت: تېره میاشت کې د ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې قرارداد، پيل او پلې شوې دي

حکومت: تېره میاشت کې د ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې قرارداد، پيل او پلې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/23

حکومت په تېره یوه میاشت کې د ترسره شویو اقتصادي او سیاسي فعاليتونو اړوند راپور خپور کړی.

مسوولان وايي، په دې موده کې د سوداګریزو اړیکو د رغونې او پراختیا لپاره یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ته د چارواکو پر سفرونو سربېره، د شاوخوا ۱۶.۴میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه پراختیایي او عام‌المنفعه پروژو پر قراردادونو سربېره، يو شمېر پروژې تطبیق شوې او ځینې نور هم تر کار لاندې دي.

د حکومت اړوند الاماره وېب‌پاڼې په راپور کې راغلي: « د تېرې میاشتې په لړ کې د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري د ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱ رغنیزې او زېربنایي پروژې منظورې شوې دي. په ۴ بېلابېلو ولایتونو کې د ۲.۳۴۱ میلیارده افغانیو په ارزښت شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلې پراختیایي پروژې پیل شوې دي. همدا راز، له هند څخه د درملو واردولو په برخه کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د تړونونو لاسلیکولو ترڅنګ، د نږدې ۱۰.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د قشقري څاه ګانو نفت پلورل شوي دي.»

راپور کې دغه راز د بشپړو شویو پروژو ټول ارزښت شاوخوا ۴.۶ میلیارده او تر کار لاندې یا قرارداد شویو هغو ارزښت نیږدې ۱۱.۸ میلیارده افغانۍ ښودلی.

چارواکي بیا د تېر په څېر د اقتصاد پرمختګ، رغنیزو پروژو، پراختیايي چارو او کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو لپاره خپلې ژمنې تازه کوي. دوی د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د نړیوال بانک وروستی خپور شوی راپور د خپلو هڅو ثبوت ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « نړیوال بانک هم د هېواد اقتصادي پرمختګ تایید کړی او وايي، اقتصادي وده ډېره شوې، د انفلاسیون(تورم) کچه ټیټه شوې او د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې ده. نړیوال باند افغانستان کې د پراختیايي پروژو پلي کول هم لاسته ر اوړنه ګڼلې ده.»

د اقتصادي چارو شنونکي که څه هم د زېربنایي او رغنیزو پروژو د تطبیق روانې لړۍ ته په پام د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د حکومت هڅې ستایي، خو کافي یې نه بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « سره له دې چې پاکستان سره د سوداګرۍ لارې تړلې دي، بیا هم افغانستان له اقتصادي پلوه په تدریجي ډول مخ پر وده او بریالیتوب روان دی. دا د افغانستان د حکومت او سوداګرو هڅې او هوډ ښيي چې ښه پایله یې هم ورکړې.»

د نړیوال بانک وروستی راپور چې روانه میاشت خپور شو، په کې په ۲۰۲۵زېږدیز کال کې د افغانستان اقتصادي وضعیت د ودې په حال کې بللی و. په راپور کې ویل شوي، د ناخالص کورني تولید(جي‌ډي‌پي) کچه د تېر کال پرتله شاوخوا ۴.۳ سلنه لوړه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist