Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د فرش او غالیو صنعکاران: د برېښنا او خامو موادو له کمښت سره مخ یو

هرات کې د فرش او غالیو صنعکاران: د برېښنا او خامو موادو له کمښت سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/21

په داسې حال کې چې په هرات کې د فرشونو او ماشیني غالیو(غالیو) تولیدونکي د برېښنا او د خامو موادو له کمښت شکایت کوي، خو بیا هم دا صنعت بریالی شوی چې د ماشیني فرشونو او غالیو له پلوه د هېواد ۴۵ سلنه اړتیاوې پوره کړي.

هرات کې ځایي مسوولان وايي، اوس مهال د دې ولايت په صنعتي ښارګوټي کې د فرشونو او ماشيني غالیو د توليد۲۰ فابريکې فعالیت لري چې ۱۴ هغه یې فرشونه او ۶ نورې ماشیني غالۍ تولیدوي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات محلي ادارې تل د صنعت د ودې لپاره هر اړخیز ملاتړ کړی او په ټولو برخو کې د غوره پرمختګونو لیدونکي یو. د فرش او غالیو د تولید په برخه کې هم له ۲۰ ډېرې کارخونې فعالیت لري او د هېواد شاوخوا ۴۵ سلنه اړتیاوې پوره کوي.»

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « موږ د غالیو د تولید ۶ لویې کارخونې لرو؛ همدارنګه د فرش د تولیدولو ۱۴ کارخونې لرو چې ټولې یې ۲۰ کارخونې کېږي. یوازې د غالیو د تولید په برخه کې ۴۰ میلیون ډالره پانګونه شوې.»

په هرات کې د فرشنونو او ماشیني غالیو د تولید په  اړه دا خبرې داسې مهال کیږي چې د دغو کارخونو مالکان بیا د برېښنا او اومو موادو له کمښت شکایت کوي.

د دې ترڅنګ، د فرش او غالیو صنعتکاران د خپلو تولیداتو په اړه یوه بله مهمه ستونزه له بهرنیو هېوادونو څخه د ورته توکو واردات ښیي.

د دوی په خبره، که یادې ستونزې هواری شي، نو دوی ډاډه دي چې د کارخونو تولیداتو وړتیا به یې څو برابره  لوړه شي.

صنعتکار مکمل شهیدي وايي: « زموږ د کار پر وړاندې لوی خنډ له نورو هېوادونو څخه راتلونکي مشابه جنسونه دي. موږ په دې اړه له امارت سره خبرې کړې او تر یوه حده یې کار هم کړی، خو زموږ غوښتنه دا ده چې په مشابه جنسونو یا تعرفه لوړه شي او یا یې هم واردات بند شي.»

صنعتکار امین الله نورزی وايي: « ستونزې شته، د مثال په توګه؛ کله چې یو موټر مواد راځي له ۲۰ تر ۲۵ ورځو وخت نیسي او بله دا چې افغانستان کې هم خام مواد نه لرو، ټول له بهر څخه راځي. دولت باید ټرانسپورټي ستونزې هوارې کړي.»

د یادو کارخونو مالکان وايي، یوازې د غالیو شپږو کارخونو کې څه باندې۴۰ میلیون ډالره پانګونه شوې او له دې سره زیات شمېر کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

دغو کارخونو کې په کار بوخت کسان بیا له نورو پانګوالو هم غواړي چې خپلې پانګې هېواد ته راولېږدوي او د بې روزګارۍ د ستونزې په هوارولو کې برخه واخلي.

د غالیو تولیدوونکې فابریکې کارګر حبیب الله وايي: « زه خوښ یم چې خپل هېواد کې کار کوم. زه به لا ډېر خوښ شم چې زموږ هېواد کې دا ډول کارونه نور هم ډېر شي او د پردیو له احتیاج خلاص شوو.»

یو بل کارګر نثار احمد وايي: « که دا سوداګر خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، خلک به ایران، پاکستان او غربي هېوادونو ته د تګ هڅه نه کوي.»

د پانګونې پراختیا او کاري فرصتونو رامنځته کولو غوښتنه داسې مهال کیږي چې په اوسنیو شرایطو کې ډېری افغانان د بې روزګارۍ له امله په غیر قانوني ډول ګاونډیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي او ډېر کله له ناوړه پېښو سره مخامخ کېږي.

تر ټولو وروستۍ پیښه کې د افغانستان او ایران پر ګډه پوله څلورو کسانو چې په غیرقانوني توګه یې ایران ته د اوښتو هڅه کول، د سړې هوا له امله ژوند بایللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist