د پاکستان له لوري د لارو بندولو او سوداګرۍ درولو په دوام، دې هېواد د افغان سوداګرو هغه توکي هم ایسار کړي چې د پاکستان له لارې يې له نورو هېوادونو افغانستان ته واردول.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې چارواکي په کابل کې د وچې مېوې د پروسېس او معیاري بسته بندۍ د مرکز او نندارتون د پرانیستې پرمهال وايي، ياد توکي په ۱۲زره کانټينرو کې بار او ټول ارزښت يې ۶ میليارد ډالر محاسبه شوی. دوی له حکومت غواړي چې له هرې ممکنه لارې د يادو توکو واردولو ته زمينه برابره کړي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ریيس خانجان الکوزی وايي: « زموږ د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه هلته ولاړه ده، دا مالونه په ۱۲ زره کانټینرونو کې بار دي. د دې کانټینرونو دا قانوني حق دی چې افغانستان ته راشي. موږ په دې اړه له پاکستان سره قرارداد لرو، خو اوس یې درولي دي. اسلامي امارت باید مرسته وکړي چې دا مالونه راخلاص شي.»
حکومت بيا د پاکستان دا کار د ټولو نړيوالو اصولو خلاف ګڼي او د چارواکو په خبره، د نړيوالو اصولو له مخې افغان سوداګر د دې حقدار دي چې پاکستان يې له نورو هېوادونو وارېد کړي توکي ور پرېږدي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين احمد الله زاهد وايي: « د ټولو نړیوالو تجارتي اصولو خلاف، ګاونډي هېواد په پاکستان د افغان تجارانو زرګونه کانټینرونه ایسار کړي دي. دوی د هېڅ راز اصولو له مخې دا حق نه لري چې د افغان سوداګرو ټرانزیټ مالونه ودروي. موږ پاکستان ته د دروازو خلاصولو خواست نه کوو، خو له نړیوالو سره سم، زموږ تاجر حق لري چې خپل مال افغانستان ته راوړي یا یې مبدا هېواد ته مسترد کړي.»
نوموړی زياتوي، حکومت له ټولو هېوادونو سره په متقابل درناوي ولاړې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په خبره يې د همدې سياست له مخې د اقتصادي خپلواکۍ ترلاسه کولو لارې چارې تعقيبوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين زیاتوي: « د اسلامي امارت ټول مسوولین په پوره تعهد او ایماندارۍ سره شپه او ورځ په دې کار کوي چې د افغانستان د سیاسي او نظامي خپلواکۍ په څېر، اقتصادي خپلواکي او آزادي هم واخلي. د افغانستان دا حالت د هغو ډېرو خلکو لپاره د منلو نه دی چې افغانستان یې لپاره ښه مارکېټ او بازار و.»
چارواکو دغه څرګندونې په کابل کې د وچې مېوې د پروسېس مرکز او نندارتون د پرانېستې پرمهال وکړې. دغه مرکز د نږدې دوه نیم سوه ميلیون افغانیو په لګښت د کابل ښاروالي او خصوصي سکټور په ګډې ونډې جوړ شوی چې شاوخوا دوه سوه هټۍ په کې موجودې دي.
افغانستان هر کال د ۸۰۰ میلیون ډالرو په رازښت وچه مېوه صادروي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په خبره، په نږدې راتلونکي کې به د وچې میوې د معیاري پروسېس او بسته بندۍ لپاره په کابل کې د یوه صنعتي پارک لپاره ځمکه هم ځانګړې شي.