Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امام ابوحنيفه نړیوال نندارتون کې د ۸۰ میلیون افغانيو په ارزښت پېر او پلور شوی

امام ابوحنيفه نړیوال نندارتون کې د ۸۰ میلیون افغانيو په ارزښت پېر او پلور شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/24

په کابل کې د امام ابوحنيفه ملي او نړیوال نندراتون له ۷ ورځني فعالیت وروسته پای ته ورسېد.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي دا نندارتون له دې امله له لاسته راوړنو ډک بولي چې نږدې ۱ میلیون تنو ترې ليدنه کړې او په کې د ۳۵۰ کورنيو او بهرنيو شرکتونو ترمنځ د ۷سوه ميليون ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسليک شوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء ریيس محمدولي امیني وايي: « په دې ترتیب، موږ په تېره یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ میلیون ډالرو څخه پورته تفاهم لیکونه او قراردادونه لاسلیک کړي دي. دا د افغانستان د اقتصاد او خصوصي سکټور لپاره لویه لاسته راوړنه ده»

نوموړی وايي، د سوداګرو ترمنځ د قراردادونو پرلاسليک سربېره د امام ابوحنيفه په ۷ ورځني نندارتون کې د ۸۰ ميليونه افغانيو په ارزښت توکي هم پلورل شوي چې د تېرو ورته نندارتونونو په پرتله د توکو د خرڅلاو دا انداره خورا زياته ده.

محمد ولي امیني زیاتوي: « سږ کال موږ په دې نندارتون کې تر ۸۰ میلیونه افغانیو پېر او پلور کړی.»

په دې نندارتون کې د خلکو ګڼې ګوڼې له امله سوداګر هم خوښ دي او له همدې امله يې بريالی ګڼي. خو له حکومت غواړي چې د سوداګرو او پانګوالو د لا هڅولو لپاره دې ورته نندارتونونه نور هم جوړ شي.

پانګوال عبدالله مایار وايي: « د دې ډول نندارتونونو یوه ګټه دا ده چې کورني شرکتونه په کې خپل تولیدات خلکو ته ورښيي.»

ضمیر شریفي وايي: « موږ په تېرو اوو ورځو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې. دلته مو د هېڅ شي کمبود نه دی حس کړی او ډېره ګټه مو هم کړې ده.

یاد نندارتون تېره اوونۍ د یک‌شنبې په ورځ پیل شوی و او په ۸۲۰ غرفو کې يې د متشبثو مېرمنو په ګډون کورنيو او بهرنيو سوداګرو بېلابېل صنعتي توکي نندارې ته اېښي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist