اقتصاد وزارت وایي، په روان کال کې يې ۱۷۰۰ لويې او وړې پراختيايي پروژې په دې موخه تطبيق کړې دي چې د عامه خدمتونو د پراختيا ترڅنګ يې له لارې د بې روزګارۍ لوړ ګراف راټيټ کړي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، په تطبيق شویو پروژو کې ۵۰۳ اساسي او نږدې ۱۲ هغه يې فرعي پروژې دي چې په کې په مستقيمه او غيرمستقيمه توګه لسګونه زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د نړیوالې ټولنې له لوري پر حکومت له لګول شویو محدودیتونو سربېره، ټولې بشپړې شوې پروژې له کورنيو عوايدو تمويل شوې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: « د روان کال په اوږدو کې ۵۰۳ عمده او اساسي پروژې او شاوخوا ۱ زره ۱۸۳ فرعي ولایتي پراختیايي پروژې چې له کورنیو عوایدو څخه تمویلیږي، په بېلابېلو سکټورونو کې ځانګړې شوې دي. د دې پروژو له ډلې یو شمېر بشپړې او پاتې یې تر کار لاندې دي. د دغو پروژو د پلي کېدو له امله زرګونه هېوادوالو ته په مرکز او ولایتونو کې کاري فرصتونه هم برابر شوي او له اقتصادي مؤثریت سربېره یې عامه خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې هم د پام وړ ښه والی رامنځته کړی.»
اقتصاد وزارت داسې مهال د ياد شمېر پروژو د پلي کولو خبر ورکوي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې(یواېنډيپي) وویل چې افغانستان کې له هر ۱۰ کورنیو ۹ هغه یې په راتلونکي کې له لوږې سره مخامخ دي.
شنونکي ورته موندنو ته په اشارې که څه هم د پراختيايي پروژو تطبيق مهم بولي، خو ټينګار کوي چې د بې روزګارۍ کمولو لپاره دې د لنډمهال پروژو په ځای اوږدمهاله پروژې پلې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « کله چې پراختیايي او اقتصادي پروژې حرکت کوي، بېله شکه چې د بې روزګار کمولو په برخه کې د پام وړ مؤثریت لري. کله چې خلک په کار شي او ثابت عاید ولري، بېله شکه د فقر ګراف هم ورسره ټیټېږي، خصوصي سکټور ورسره غوړي او اقتصاد ورسره ښه کېږي.»
ځینې نور شنونکي د پايداره اقتصادي ودې او بې روزګارۍ کمولو لپاره له سيمې سره د افغانستان اقتصادي ادغام وړانديز کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی اصف ستانکزی وايي: « اقتصادي وده پر انکشافي پروژو تکیه لري او د ځان بسیاینې سبب کېږي. د قوش تپې ملي کانال او ټاپي ګازو نل لیکې په څېر سترې پروژې نه یوازې خلکو ته د کار زمینه برابروي هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې سبب هم کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي هم ویلي چې د افغانانو د خوړو خونديتوب لپاره بېړنيو او ګډو نړیوالو هڅو ته اړتيا ده. هغه زياته کړې چې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان لا هم د خوړو له ناامنۍ ځورېږي او د دوامداره مرستو نه شتوالی د دې وضعیت د لا خرابېدو لامل شوی.