Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان کډوالو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

پاکستان د افغان کډوالو پروړاندې د ایستلو ضرب الاجل نه بدلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/22

د روانې مارچ مياشتې له پیل راهیسې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې پر يوې بلې تګلارې غور کړی چې له مخې به يې قانوني اسناد لرونکي افغانان له دې هېواده وباسي.

تازه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند شفقت علي خان په اوونیز خبري کنفرانس کې ویلي، د افغان کډوالو لپاره په ټاکل شوې ضرب الاجل کې تغیر نه دی راغلی او په خبره یې په دې برخه کې یې پالیسي ښکاره ده.

هغه زیاته کړې:« زه دا ویلی شم چې پالیسي تاسو ته په ډېره روښانه توګه رسول شوې. موږ له یو.اېن.ایچ.سي.ار سره د مشورې کولو مکلف نه یو. پاکستان د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی. نو هر هغه څه چې په تېرو ۵۰ کالونو کې موږ د افغان کډوالو لپاره کړې دي په رضاکارانه توګه ترسره شوې دي. د نړیوالو مکلفیتونو په اړه موږ د افغانانو لپاره د دې ډول مېلمه پالنې په وړاندې کولو سره له خپلې برخې ډېر څه ترسره کړې. له دې وروسته به یې هغه مهال هرکلي ته دوام ورکړو چې په پاسپورټ کې د پاکستان ویزه ولري.»

د کډوالو حقونو یو شمېر فعالان او د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، پاکستان تل د افغان کډوالو له مجبوريت ناسمه ګټه اخیستې او د سياسي او  اقتصادي ابزار په توګه يې کارولي دي.

دوی د افغانان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د حکومت پر تګلارو او د نړيوالو سازمانونو پر خاموشۍ نېوکه لري.

د کډوالو حقونو مدافع ظاهر بهاند وايي:« د افغانانو حقونه تل په پاکستان کې تر پښو لاندې شوې. افغانان هره ورځ د پولیسو له لوري نیول کېږي، ځورول کېږي، د دې ترڅنګ هغه کسان هم د پاکستان پولیسو له لوري نیول کېږي چې قانوني وېزې په لاس کې لري. د دې ترڅنګ دا هم باید په ډاګه ووایم، چې یو.اېن.ایچ.سي.ار په پاکستان کې خاشومي اختیار کړې.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« موږ له پاکستانه باید دا تمه ونه لرو چې له افغانستان سره ښه وکړي او یو ښه نیت ورسره ولري. پاکستان قصدا دا کار کوي. پاکستان په سیمه کې د انګریز له خوا جوړ شوی.»

ورته مهال په یاد هېواد کې بیا یو شمېر افغان کډوال وایي، د پاکستان له لوري ټاکل شوي ضرب العجل ډېری افغانان اندېښمن کړي او په خبره یې د کډوالو حقونو خونديتوب په برخه کې فعال نړيوال سازمانونه باید دا ستونزه له پاکستاني چارواکو سره حل کړي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال احمد افغان وايي:« له بده مرغه دغه خقر د افغان مهاجرینو لپاره ډېر خوشینونکی او بوږنوونکی دی په ځانګړي ډول هغه افغانان چې له تېرو څلورو کلونو راهېسې له پاکستانه د یوه ټرانزیټي هېواد په توګه استفاده کوي او نورو هېوادونو ته ځي. هغه سازمانونه چې د مهاجرت په برخه کې فعال دي، لکه یو.اېن.ایچ.سي.ار او آی.او.ایم پر هغو مو دا غږ دی چې حد اقل دغه مساله د پاکستان له حکومت سره مطرح کړي.»

پاکستان کې مېشت افغان کډوال مجاهد شنیواری وايي:« دغه افغان مهاجرین ډېر اندېښمن دي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ټول خلک اختر لپاره خوشالۍ کوي، خپلو ماشومانو او ځان ته جامې اخلي، خو له افغان مهاجرینو سره بیا دا غم دی چې موږ له دې ځایه وځو، چېرته به ولاړ شو؟»

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د بې اسنادو افغان کډوالو لړۍ پیل کړه چې په همدې موده کې یې نږدې ۸۵۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل او په بشپړ ډول ایستنې لپاره یې د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې وروستۍ نېټه ټاکلې.

که څه هم سرپرست حکومت له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري  وتلو درېدو په تړاو خپلې انديښنې او غوښتنې له پاکستاني چارواکو سره شريکې کړي، خو تراوسه ياد هېواد د افغان کډوالو پر وړاندې خپلې تګلارې نه دې بدلې کړيا

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی
افغانستان

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

مارچ 15, 2026
په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي
افغانستان

په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

مارچ 15, 2026
پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist