• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مالیې وزارت او د افغانستان بانک د برېښنايي تادیاتو هوکړه لاسیک کړه

مالیې وزارت او د افغانستان بانک د برېښنايي تادیاتو هوکړه لاسیک کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/20

د افغانستان بانک او مالیې وزارت ترمنځ په برېښنایي بڼه د عوایدو را ټولولو، د دولتي لګښتونو د اجرا کولو او دولتي کارکوونکو ته د معاشونو اداینې په موخه، هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دې هوکړې له مخې به د افغانستان بانک د مالي او اداري مالوماتي سیسټم فعالوي چې په وسيله به يې ټول دولتي لګښتونه په برېښنايي توګه تاديه او برعکس به عوايد هم د اړوند ادارو له لوري په ورته بنه راټولېږي.

د افغانستان بانک چارواکي د دې سیسټم فعالېدل لاسته ‌راوړنه بولي او زیاتوي چې په دې سره به د عوایدو په راټولولو کې شفافيت رامنځته شي.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال صدیق‌الله خالد وايي: « له دې وړاندې امارتي لګښتونه په منول ډول د چک له لارې لومړی د افغانستان بانک ته راتلل او بیا په منول ډول تجارتي بانکونو ته استول کېدل. په راتلونکي کې به دا پروسه په برېښنايي ډول د سیسټمونو له لارې ترسره کېږي او ټول سوداګریز بانکونه به له دې سیسټم سره وصل وي او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت ولري.»             

نوموړی همدا راز زیاتوي، د دې سیسټم په فعالېدو سره به ټول اجراات په نړیوالو معیارونو برابر او همدا راز به په فزیکي بڼه د پیسو کارول تر ممکنه کچې را کم شي.

د خالد په خبره، بله ګټه یې دا ده چې د پیسو د ژر زړښت او د نغدي لېږد رالېږد پرمهال به د احتمالي خطرونو مخنيوی هم وشي.

هغه په دې اړه وايي: « د الکټرونیکي تادیاتو سیسټم له پلي کېدو سره به ټول اړوند اجراات په نړیوال معیار برابر ترسره شي او همدارنګه د عوایدو، لګښتونو او معاشونو اجراآتي پروسې به معیاري او منظمې شي. د شفافیت، حساب ورکونې او مالي نظم لپاره د راپور ورکولو پرمختللي مکانېزمونه به پلي شي» 

د مالیې وزارت چارواکي بیا وایي، له دې وړاندې به ملي عواید په فزیکي بڼه یا هم د بانکونو له لارې راټولېدل چې په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې د بانکي خدمتونو د نه شتون له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو او په خبره یې، د نوي مالي او اداري مالوماتي سيسټم له فعالېدو وروسته به په اسانۍ سره دا چارې په برېښنایي بڼه ترسره کېږي.

د مالیې وزارت د ګمرکاتو او مالیاتو رییس شاه حسين حسیني وايي: «          په اکثره ساحو کې د بانکي څانګو نه شتون او په فزیکي بڼه د عوایدو په راټولولو کې مختلفې ستونزې موجودې دي. له دې وروسته به د یادې تفاهم نامې پر بنسټ، د لومړي ځل لپاره ملي عواید په شفافه توګه په برېښنايي بڼه او په ټاکلي وخت راټولېږي. همدارنګه په عین وخت کې به د ماليې وزارت واحد حساب ته انتقالېږي. په برېښنايي ډول د عوایدو راټولول به مراجعانو ته هم زیات سهولتونه برابر کړي. دوی به وکولی شي په ډېر کم وخت او نږدې ساحه کې د تعرفې له لګښت پرته خپل مالیات او فیسونه تحویل کړي.»

د افغانستان بانک ډاډ ورکوي چې په ټولو ګمرکونو کې به سوداګرو ته د تادياتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو وکولی شي تعرفې د تادیې د برېښنایي سیسټم(پي.او.اېس) له لارې په اسانۍ تحویل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist