• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: روان کال د ۱۱ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات او ۲ میلیاردو صادرات شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: روان کال د ۱۱ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات او ۲ میلیاردو صادرات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/27

د ځینو ګاونډیو هېوادونو له خوا له افغانستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونو له جوړولو سره په یوه وخت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین او خصوصي سکټور په کابل کې د همغږۍ په موخه سره راټول شوي دي.

په دې کنفرانس کې چې صادراتو ته په لومړیتوب ورکولو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالي تر عنوان لاندې جوړ شوی و، چارواکي وایي، موخه یې له هېوادونو سره د سوداګرۍ توازن او د افغانستان د صادراتو کچې لوړول دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، د روان کال له پيل د شاوخوا ۱۱ میليارد ډالرو په ارزښت واردات او برعکس د ۲ میليارد ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: « هغه څه چې موږ ورباندې زیات تمرکز کوو، زموږ د تجارت بیلانس او توازن دی. یانې دا چې موږ د خپلو وارداتو او صادراتو کچه سره نږدې یا مساوي کړو. د ځان بسیاینې یو پروګرام زموږ د صادراتو ستونزه ده؛ دا مهال زموږ د وارداتو کچه شاوخوا ۱۱ میلیارد ډالره ده او له دوه میلیارد ډالرو څه کم صادرات لرو. دا یو ډېر لوی او غټ توپیر لري.»

ورته مهال، خصوصي سکټور له هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د سرپرست حکومت همکاري اړينه ګڼي او وایي، ځينې هېوادونه د سوداګرۍ اسانولو پر ځای خنډونه اېجادوي او اړتيا ده چې پر ځای يې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې پر پيوستون تمرکز زيات شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي:« تاسو وینئ چې څلور ورځې کېږي د تورخم لاره بنده ده او لاهم نه ده اېله شوې. که چېرې موږ له منځنۍ آسیا او نورو هېوادونو سره په پوره توګه د رېل ګاډي پټلیو له لارې وصل شو، زه فکر کوم چې زموږ دا ستونزه به هم هواره شي.»

د افغانستان صنعت کارانو ټولنې ریيس شېرباز کمین زاده وايي: « زه په نړۍ کې بل داسې هېواد نه وینم چې ۱۱میلیارده واردات ولري او ۲ میلیارده صادرات. دغه کار استحکام او دوام نه شي کولی.»

بل پلو، د مالیې وزارت ډاډ ورکوي چې په بندرونو کې یې خدمات د پخوا پرتله ډېر کړي او ټول تجارتي توکي په پوره امانتدارۍ سره هلته چک کېږي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو رییس مولوي حامد وايي: « د ګمرکونو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي او سهولتونه برابر شوي دي. که هڅه هم له موږ سره په ګمرکونو کې شته تعمیرات او تجهیزات په نشت حساب دي. موږ ته ګمرکونه په ویجاړ حالت کې پاتې دي او اوس مو پیل کړی، ژمنه مو کړې چې په دې برخه کې به کار کوو او معیاري ګمرکونه به جوړوو.»

بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت نور چارواکي له بهر مېشتو افغان پانګوالو غواړي چې د توليد او صادراتو زياتوالي لپاره په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو چارو معين احمدالله ذاهد وايي: « که په افغانستان کې همدومره خطر هم په ځان ونه منو، نو موږ د افغانستان لپاره په پوره مانا اقتصادي خپلواکي نه شو ترلاسه کولی. زه په ټولو ملي سوداګرو او تجارانو او په ځانګړې توګه هغو پانګوالو چې په بهر کې یې پانګونه کړې، غږ کوم چې راشي په افغانستان کې پانګونه وکړي، دلته په ټوله مانا د پانګونې لپاره شرایط برابر شوي دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي او د خصوصي سکټور استازي داسې مهال د سوداګرۍ اسانولو پر لارو چارو د بحث لپاره سره ټول شوي چې د پاکستان له لوري د تورخم لار له تېرو څو ورځو راهيسې تړل شوې او د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته سلګونه باروړونکي موتر ایسار پاتې دي چې ورسره د سوداګرو په خبره، ميليونونه ډالر زيانونه اوښتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist