• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز ګټه اخيستنې ته وسپارل شو

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز ګټه اخيستنې ته وسپارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/24

دغه روغتيايي مرکز د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې په يو جرېب ځمکه د شپږ میلیونه او څلور سوه زره افغانيو په لګښت جوړ شوی.

چارواکي وايي، د دې مرکز د جوړولو ټول مالي لګښت د قطر هېواد سرې میاشتې ټولنې له لوري ورکړل شوی او عمده موخه یې په ډنډ ولسوالۍ کې خلکو ته د کافي روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال عزیزالرحمن وايي: « زموږ کلیوالي سیمې ډېرې ګڼ نفوسه دي او نه شي کولی لویو ښارونو او روغتونونو ته لاسرسی ولري. په داسې لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي برخې تقویه کول د سرې میاشتې له لومړنیو کارونو څخه دي.»

د قطر د سرې میاشتې استازی حسین بوتاني وايي: « دا پروژه د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره د نږدې همکارۍ او د عامي روغتیا وزارت د محلي چارواکو په همکارۍ بشپړه شوه. موږ په ګډه د دې هڅو په داوم او روغتیايي خدماتو په لور ګامونه پورته کوو.»

د چارواکو په خبره، په دې روغتیايي مرکز کې به ناروغانو ته ټول روغتيايي خدمات په وړيا توګه وړاندې کېږي.

د تازه جوړ شوي روغتیايي مرکز یو تن ډاکټر محمد فاروق وايي: « دا یو ابتدايي کلینیک دی او کوم خدمتونه چې په لومړنیو روغتیايي مرکزونو کې وړاندې کېږي، په عمومي توګه په کې داخله ناروغۍ تشخیص او درملنه، د قابله ګۍ او نرسېنګ اړوند خدمتونه، د مور او ماشوم د خوارځواکۍ خدمتونه او دغه راز د واکسین د تطبیق خدمتونه شامل دي.»

د کندهار د عامې روغتیا ریاست معلومات ښيي، د ډنډ ولسوالۍ څه باندې ۳۵ زره اوسېدونکي به له دې روغتیايي مرکز څخه وړيا خدمتونو ته لاسرسی ولري.

ځايي اوسېدونکي د دې روغتیايي مرکز په پرانيستل کېدو خوښ دي او وايي، کندهار ښار ته د ناروغانو د لېږد مالي وس نه لري او له همدې کبله غوښتنه کوي چې روغتيايي خدمتونه باید د ولسوالۍ نورو سيمو ته هم پراخ شي.

د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالباقي وايي: «دا ساحه ډېره پراخه ساحه او خلک له روغتیايي پلوه ډېرې ستونزې لري، ځکه روغتیايي مرکز او کلینیک نه و. اوس چې دا کلینیک جوړ شو، خلک به خپل ناروغان دلته راوړي، ځکه دا خلک بېوزله دي او نه شي کولی تر ښارونو پورې لاړ شي.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالرازق وايي: «زموږ په هره ولسوالۍ او کلي کې دغه شان روغتیايي مرکزونو ته اړتیا شته، هرڅومره چې ډېر وي ښه دي، خلک به ورسره هوسا شي.»

په ولسواليو او لرې پرتو سیمو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول د خلکو له اساسي غوښتنو څخه دي. د خلکو په خبره، ډېری کورنۍ نه شي کولی د اقتصادي ستونزو له امله ښارونو ته خپل ناروغان ولېږدوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist