Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په قطر کې د اسماعیل هنیه د جنازې مراسم ترسره شول

په قطر کې د اسماعیل هنیه د جنازې مراسم ترسره شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/02

د حماس غورځنګ سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه چې دوه ورځې وړاندې په ایران کې له یو ساتونکي سره ژوند له لاسه ورکړ، د جنازې لمونځ یې په قطر کې ادا او دغه هېواد کې خاورو ته وسپارل شو.

د ډاکتر اسماعیل هنیه د جنازې مراسمو کې د ګڼو هېوادونو مشرانو او د جهادي ډلو رهبرانو ګډون کړی و، چې د افغانستان په استازیتوب د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یو پلاوي پر مشرۍ ورغلی و.

د نړۍ یو شمېر هېوادونو د اسماعیل هینه وژنه غندلې او خبرداری ورکړی چې دا به په منځني ختیځ کې جګړه زیاته کړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر ویلي:« د هنیه وژنه په سیمه کې د کړکیچ ممکنه زیاتیدو لامل کېدی شي او په غزه کې د اوربند په خبرو کې د پرمختګ نشتوالي وضعیت نور هم پیچلی کوي.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي:« د دې شرمناک عمل هدف د فلسطین د ملت د غزې د سپیڅلي مقاومت او زموږ د فلسطیني وروڼو عادلانه مبارزه له منځه وړل او د فلسطینانو وېرول دي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د هنیه پر وژنه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې بیجینګ د دې عمل کلک مخالف دی.

هغه زیاته کړې:« موږ د دې وژنې سخت مخالف یوو او غنده یې کوو. په غزه کې باید ژر تر ژره هر اړخیز او دایمي اوربند وشي.»

اسماعیل هنیه د چهار شنبې پر ورځ د تهران په شمال کې له خپل یوه ساتونکي سره په یوه برېد کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

  د حماس غورځنګ مشر د جنازې مراسمو کې د ایران ولسمشر مسعود پژکیان او ګڼو چارواکو سربېره شاوخوا دوه میلیونه کسانو ګډون کړی و.

د ایران مذهبي مشر علی خامنه یي د اسماعیل هنیه د وژنې د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist