له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال قدرتونه د سړې جګړې په درشل کې دي.
د لویدیځ پر وړاندې له روسیې سره د شمالي کوریا ، ویتنام ، چین او یو شمېر نورو هېوادونو همغږي او دوه اړخیزه همکاري د نړیوالو قدرتونو ترمنځ په درېیمه نړیواله جګړه کې د ښکېلتیا اندېښنې زیاتې کړي.
د راپورونو له مخې ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له چین او ایران وروسته د جون پر ۱۹ په دوه ورځني سفر شمالي کوریا او له هغې وروسته د مسکو دایمي متحد ویتنام ته سفر وکړ.
په راپورونو کې ویل شوي، پوتین ته په شمالي کوریا کې له تود هرکلي سره سره ، مسکو له پیونګ یانګ سره د پوځي دوه اړخیزه همکارۍ تړون لاسلیک کړ او د دې ترڅنګ یې له ویتنامي چارواکو سره هم د همکاریو پر دوام خبرې کړي.
د شمالي کوریا او روسیې د پوځي هوکړې یوه برخه :« که چېرې په روسیه یا شمالي کوریا برید ترسره کېږي، د ملګرو ملتونو د منشور د۵۱ مادې له مخې، دواړه هېوادونه کولی شي یو بل ته پوځي تسلیحات چمتو او د احتمالي ګواښ په صورت کې پوځي همکاري وکړي.»
د مسکو او پیونګ یانګ شوې هوکړې ته په غبرګون کې سویلي کوریا له اوکرایین سره د پوځي مرستو اعلان کړی، خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سویلې کوریا یاد اقدام لویه تېروتنه بولي.
پوتین زیاته کړې:« د سویلي کوریا لخوا له اوکرایین سره پوځي مرستې به ستره تېروتنه وي، چې د دغه هېواد د چارواکو له لوري رامنځته کېږي.»
د لویدیځ پر وړاندې د متحدینو راجلبولو لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا او ویتنام ته سفر د امریکا او سویلي کوریا له غبرګون سره مخ شوی دی.
د امریکايي رسنیو راپورونو له مخې، د امریکا او سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلفوني اړیکه کې د روسیې او شمالي کوریا د پوځي همکاریو پر تړون اندېښنه ښودلې او د شمالي کوریا له لوري مخ په زیاتېدو ګواښونه یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي:« زه دغه تړون په کلکو ټکو غندم، له دې سره په سیمه کې سوله او ثبات اغېزمن کېدی شي.»
بلخوا رویټرز راپور ورکړی چې یو شمېر امریکايي او چینايي چارواکو په شانګهای ښار کې د اټومي وسلو پرسر له ۵ کلونو وروسته خبرې کړي.
په راپور کې راغلي ، په دې غیر رسمي ناسته کې چین له امریکا سره هوکړه کړې چې پر تایوان اټومي وسلې نه کاروي.
بل پلو تېره اوونۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو او د نړۍ له ۷۰ زیاتو نورو هېوادونو د اوکرایین په سولې کنفرانس کې چې د ایټالیا په کوربتوب ترسره شو، د اوکرایین پوځي ملاتړ او ځمکني بشپړتیا مهمه وګڼله.