Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د درې ګونو قواوو د مشرانو ترمنځ ځانګړې شورا جوړه شوې

ایران کې د درې ګونو قواوو د مشرانو ترمنځ ځانګړې شورا جوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/21

 چورلکې لوېدو په پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له مړینې وروسته دا مهال مهمه مساله د هغه د ځایناستي موضوع ده، چې له ځنډ پرته د ایران د درې ګونو قواوو ترمنځ  ځانګړې شورا رامنځته شوې.

د دغه هېواد د اساسي قانون د ۱۳۱‍مې مادې له مخې او د ایران مذهبي مشر له هوکړې وروسته د عزل او یا مړه شوي ولسمشر لومړی مرستیال، چې دا مهال محمد مخبر دزفولي دی؛ د چارو د سمبالښت په موخه د هغه ټول اختیارات، واکونه او مسوولیتونه به د راتلونکو ۵۰ ورځو لپاره په لاس کې اخلي.

په دې موده کې د ولسمشر ځایناستی او سرپرست ولسمشر به د حکومتي چارو د سرپرستۍ ترڅنګ ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابروي او له هغې وروسته به واک په رسمي ډول نوي منتخب ولسمشر ته سپاري.

د ایران د اساسي قانون ۱۳۱مه ماده: « د ولسمشر د مړینې، عزل، استعفاء، یا هم د ناروغۍ او بل هر دلیل له کبله له دوو میاشتو زیات د ولسمشر غیابت او یا هم په داسې حال کې، چې د ولسمشر کاري دوره پای ته رسېدلې وي؛ خو د لامل له وجې نوی ولسمشر نه ټاکل کېږي، د مذهبي مشر له هوکړې او سلا وروسته د ولسمشر ټول اختیارات او مسوولیتونه د هغه لومړي مرستیال ته ورګرځي، چې له هغه وروسته د ولسمشر د لومړي مرستیال او د پارلمان او د قضایه قوې د رئیسانو له لوري ګډه درې اړخیزه شورا رامنځته کېږي، چې تر ډېره په ۵۰ راتلونکو ورځو کې نوی ولسمشر وټاکل شي.»

۶۸ کلن محمد مخبر، چې ویل کېږي د ایران مذهبي رهبر ته نږدې کس دی د ۱۹۵۵ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه ایران کې زېږدلی او په ۲۰۲۱ز کال کې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ولسمشر لومړی مرستيال شو؛ خو له دې وړاندې يې شاوخوا ۱۵ کاله د ایران د مذهبي مشر د فرمانونو د تعقیب او څارنې برخې مشري کړې.

نوموړی دغه راز د دوو کلونو لپاره له ۲۰۱۰م تر ۲۰۱۲م ز کاله پورې په بالیستیک توغندیو او اټومي فعالیتونو کې د ښکېلتیا په تور د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې شامل و؛ خو وروسته ترې واېستل شو.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د ولسمشر او نورو څو کسانو وژل کېدل په دې مانا نه ده چې نظام ته به کوم ګواښ پېښ شي، چې ګواکي د دوی خارجي او داخلي سیاسیت د رهبر له لوري تدوینېږي او د رهبر له لوري رهنمايي کېږي، ځکه ولسمشر هم دومره با قدرته نه و او ټول واک د دوی له مذهبي رهبر سره دی.»

خو له لوېدیځ سره د ایران د خړو پړو اړیکو او ترڅنګ یې په غزه او لبنان کې له اسرائیلو او غربي هېوادونو سره  په غیر مستقیمه جګړه کې ښکېل ایران به د خپل پخواني ولسمشر د مړینې خلا ډکه کړي او وبه توانېږي چې اوضاع مدیریت کړي؟

د شنونکو په باور د ایران د ولسمشر ناڅاپي مړینه په سیمه کې د ایران په نیابت جنګېدونکو ډلو پر جګړه‌ییز فعالیت منفي اغېز ښندي چې ورسره به د حماس او حزب الله ډلو فعالیت ټکنی کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د ایران ولسمشر دغه یوه ناڅاپي مړینه نه یوازې د ایران خلکو ته یوه لویه غمیزه ده هم په سیاسي لحاظ او هم په بېلابېلو برخو کې او همداراز د هغه د متحدینو لپاره هم، لکه د حزب‌الله لپاره او یا د فلسطین د ازادي بښونکو لپاره، همداسې د یمن د حوثیانو لپاره. بله دا چې ایران د امریکا متحدینو له لوري هم د سیاسي او اقتصادي فشار لاندې دی، پر دوی بندیزونه لګېدلي دي؛ خو په ټوله کې بیا هم داسې نه ده چې ایران دې له کوم جدي ګواښ سره مخ شي.»

د ایران په تېرو ټاکنو کې چې ابراهیم رئیسي یې ګټونکی و، محسن رضایي، امیرحسین قاضي‌زاده او عبدالناصرهمتي وو چې ښايي د راتلونکي ټاکنو مخکښ نوماندان هم وي.

د ایران په معاصر تاریخ کې دا درېیم ځل دی چې د ولسمشرۍ شورا جوړیږي. له دې وړاندې لومړی ځل د عزل شوي ولسمشر ابوالحسن بني صدر او دویم هغه بیا د محمدعلي رجايي تر وژنې وروسته رابلل شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist