د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۷ میلیارده ډالرو په پانګونې، د کانونو د کېندنې تړونونه لاسلیک شوي دي.
افغان زیاته کړې، په تېرو دوو کلونو کې یې د ۲۰۰ کوچنیو کانونو د کېندنې تړونونه هم کورنیو شرکتونو ته ورکړي دي.
د افغان په خبره، اوس مهال د بدخشان د سرو زرو، د غور د جستو او سربو، نفتي حوزې او د پنجشېر د اوسپنې کانونه د پانګونې لپاره چمتو او پانګوال کولی شي پانګونه په کې وکړي.