• English
  • پښتو
  • دری
۱۴۰۴/۳/۲
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان له افغانستان سره هرکال د ۲.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت تجارتي راکړه ورکړه لري

پاکستان له افغانستان سره هرکال د ۲.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت تجارتي راکړه ورکړه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/18

 د پاکستان د تجارت او پرمختګ ادارې مشر محمد زبیر موتي والا وايي، افغانستان له پاکستان سره د ۲.۴ مليارده ډالرو په ارزښت تجاراتي راکړه ورکړه لري، چې په دې تجارتي راکړه ورکړه کې ۷۰ سلنه توکي له پاکستان افغانستان ته راوړل کيږي.

موتي والا زیاتوي:« افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې غوره اړیکې لري. افغانستان له پاکستان سره  د څه باندې ۲.۴میلیارده ډالرو په ارزښت تجارتي راکړه ورکړه لري چې ۳۳ سلنه یې پاکستان سره دي. د پاکستان له لارې افغانستان ته ۷۰ سلنه توکي راځي. پوهېږم چې یو څه کمی به په دې شمېرو کې راغلی وي، ځکه په نورو لارو هم افغانستان راکړه ورکړه ترسره کړې، خو  د  دې ستونزو پر حل کار کوو.»

په کور دننه افغان پانکوال او سوادګر بیا وايي، ګاونډي او سيمي هېوادونه له افغانستان سره په متقابل احترام ولاړې سوداګریزې اړيکې نه پالي او د فرصتونو برابرولو پر ځای په محدوديتونو او خنډونو په رامنځته کولوغور کوي.

افغان پانګوال نيوکه لري چې پاکستان سره په ترانزيټې برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له همدې امله افغانستان په کال کې ۸۰۰ میليونه ډالر زيان ويني.

د پاکستان د تجارت او پرمختګ ادارې مشر  محمد ذبیر موتي والا هم په ترانزيټي برخه کې شته ستونزې مني او د ژر حل کېدو ډاډ ورکوي.

هغه زیاته کړه:« ترانزیت برخه کې هم ستونزه شته چې هغه به هم په نژدې ورځو کې حل شي. موږ غواړو چې له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پیاوړي شي او دوه طرفه باید پرمختګ رامنځته شي. دا باید ومنو چې ترانزیټ برخه کې به ستونزې وي او د دې ستونزو حل لپاره پر ګډه کار کوو. افغانستان کې د پانګونې زیات فرصتونه شته دي، کانونه او زیرمې زیاتې دي، په دې برخه کې چې  څومره کار وشي نو اقتصادي پرمختګ ته به لاره هواره شي.»

  د پاکستان د تجارات او پرمختګ ادارې مشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د هيېاد صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولين په تیرو څلورو مياشتو له پاکستان سره د سودګرۍ کچه ۳۶۲ ميليونه يادوي او وايي اوسمهال لدې هېواد سره د افغانستان سوداګريزه اړيکه په نورمال حالت دوام لري او په دې برخه کې د نورو  اسانتیاوو رامنځه کولو خبر ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې
اقتصاد

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي
اقتصاد

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist

    - Select Visibility -