د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ چي د اسلامي امارت په راتګ سره د ولسواليو په تشکیل کي نوې ولسوالۍ نومول شوې، اوس یې اوسېدونکي د ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، دا ولسوالۍ په تېرو کلونو کي د ګرشک ولسوالۍ اړوند وه چي هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې او زیات شمیر ښوونځي د ودانۍ جوړیدو او ترمیم ته اړتیا لري.
دوی غوښتنه کوي چې په ولسوالۍ کي دي ښوونځۍ ورته جوړ شي تر څو ماشومان يي له زده کړو برخمن سي.
د نهر سراج ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« له مشرانو مو غوښتنه دا ده چې ښه ښوونځي راته جوړ کړي. موږ بل هېڅ هېله نه لرو، یوازې دې راته په دې ولسوالۍ کې ښوونځي جوړ کړي ترڅو مو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.»
د نهر سراج ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« دا ښوونځي دی، خو ویجاړ دی. له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې ښوونځي راته جوړ کړي.»
د هلمند ولایت پوهني ریاست ممشر مولوي محمد عوض انصاري بیا د نهرسراج ولسوالۍ د خلګو ستونزه پر ځای بولي او زياتوي چي په دغه ولایت کي د تېرو جګړو پر مهال د نهرسراج تر څنګ په یو شمېر نورو ولسوالیو کي ګڼ ښوونځي یا په بشړه ډول له منځه تللي او یا تخریب شوي چي اوس مهال بېرته رغولو ته اړتیا لري .
د انصاري په خبره، د تېرو ۶ میاشتو په موده کې په دغه ولایت کي ۱۷ ښوونځي ترمیم شوي، د ۵۷ نورو ښونځیو کار جریان لري او پلان شته چې په نوي کال کې ۱۰۲ ښوونځي نوري هم ترمیم شي.
انصاري زیاته کړې:« د هلمند ولایت کې تاسو ته مالومات شته دي چې ټول ښوونځي د جګړو پر مهال بمبار شوي، ځېنې ټول ویجاړ شوي او یو شمېر نور بیا ترمیم ته اړتیا لري. موږ دې شپږو میاشتو کې ۱۷ ښوونځي ترمیم کړي، ۵۷ ښوونځي اوس تر کار لاندې دي او پلان لرو چې نوي کال کې ۱۰۲ ښوونځي ترمیم کړو.»
د ښوونځیو د ودانیو ستونزه د سویلي زون په نورو ولایتونو کندهار، زابل او اروزګان کې هم موجوده ده، چې زرګونه زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې او یا هم په نیمه نړیدلو ودانیو کې زده کړې کوي.