د ملکرو ملتونو بشرحقونو شورا د ناستو په دوام افغانستان کې روان بشري وضیعت او د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې وغندلې او ژر تر ژره یې د بدلون غوښتنه وکړه.
بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ناستې ګډونوالو ته خپل راپور وړاندې کړ.
بېنېټ په خپل راپور کې د نجونو زده کړې او د ښځو کار پرېکړې وغوندلې او له حاکمو چارواکو یې د ژر تر ژره د بېرته اخېستلو غوښتنه وکړه.
بېنېټ زیاته کړې:« د نجونو او ښځو پر وړاندې وروستۍ پرېکړې د ژورې اندېښنې وړ دي، دې ټکو ب د شري حقونو نقض په اړه هم زموږ اندېښنې زیاتې کړي.»
ملګرو ملتونو بشر حقونو شورا کې د اروپايي ټولنې او امریکا استازو بیا ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار حق ورکولو غوښتنه وکړه او د نجونو پر زده کړو بندیز پرېکړې یې غیر عادلانه وبللې.
د ملګرو ملتونو بشرحقونو شورا کط د اروپايي ټولنې استازی وايي:« موږ افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو حق د ورکړې غوښتنه کوو. په حاکمو چارواکو غږ کوو چې بشرحقونو ته درناوی وکړي او د ټولو قشرونو حقونو ته ژمن شي.»
د افغان نجونو، ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:« امریکا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پرېکړې غندي. غوښتنه کوو چې ټولو ته باید په مساوي توګه خپل حقونه ورکړل شي.»
پاکستان، جاپان او د قطر استازو بیا په افغانستان کې په بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې افغانان باید په داسې حال کې هېر نه شي.
پاکستان د افغانستان د ګنګل شوې پانګې د ازادېدو ترڅنګ د ښځو کار او نجونو زده کړو اړوند پرېکړو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ژر تر ژره یې د بېرته اخېستلو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو بشرحقونو شورا کې د پاکستان استازی وايي:« موږ په افغانستان کې بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو. غوښتنه کوو چې د افغانستان کنګل شوې پانګې ازادیدو په اړه هم باید غږ پورته شي.»
د ملګرو ملتونو بشر حقونو شورا کې د قطر استازې وايي:« قطر افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري. نړیواله ټولنه باید افغانانو سره همکاریو ته دوام ورکړي. افغانستان کې د نجونو زده کړو او ښځو کار په اړه د حاکمو چارواکو پرېکړو ته اندېښمن یو او په دې پرېکړو کې باید ژر تر ژره تغیر راشي.»
د بشرحقونو شورا په ۵۳مه ناسته کې ټولو ګډونوالو په اسلامي امارت غږ وکړ چې د ښځو کار او نجونو زده کړو بندیز په اړه خپلې پرېکړو کې باید ژر تر ژره تغیر راولي.
یو شمېر نورو بیا بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له افغانستان سره یې د نړیوالې ټولنې په بشري مرستو ټینګار درلود.