د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رافیلا ایوډیس د یکشنبې پر ورځ د «۱۴۰۲ کال د غبرګولي پر ۲۸ مه» د شمشاد راډیو ټلوېزیون او اومر ماین پاکۍ موسیسې له مشر الحاج فضل کریم فضل سره لېدنه کړې.
لېدنه کې ایوډیس ویلي، اروپايي ټولنه له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او په وینا یې بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوي.
دغه راز هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې د ژوند او اوسني وضعيت بدلولو لپاره ډېر فرصتونه شتون لري.
اخوا بیا لېدنه کې فضل کریم فضل له افغانانو سره د اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو د دوام له امله مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې نړۍ دې افغانان يوازې نه پرېږدي.
رافيلا ایوډیس له شمشاد ټلوېزیون لېدنه کې د اومر ماین پاکۍ موسيسې له موزيم هم لېدنه وکړه او هېله يې وښووله چې افغانان په خپله د يوه اباد افغانستان لپاره کار وکړي.