تیرکال وچکالي، د تازه میوي پر وخت د پاکستان له خوا دروازي تړل، بانکي محدودیتونه، سوداګرو ته د ویزو نه ورکړه او نورې ستونزې د صادراتو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي وو.
د کندهار سوداګرۍ خوني مرستیال عبدالباقي بینا وايي،لا هم بانکي محدودیتونه او د هوايي دهلیز نه شتون د سوداګرۍ پر وړاندې ستر خنډونه دي.
هغه زیاته کړې:« هېله مو دا ده،چې بهرنیو بازارونه پیدا کړو او یو بل بازار هم خپلې وچې او تازه مېوې ته خلاص کړو، نو په دې سره به زموږ د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي. یوه بله موضوع دا ده،چې صادراتو کې زموږ بانکي سیسټم په هغه رقم چې باید جوړ وي، تر اوسه پورې جوړ نه دی. باید بانکي سیسټم اماده شي، ترڅو کوم چې صادرات کوو، پيسې مو په ډېر اسانه ډول سره تر خپل ادرسه پورې راورسېږي. »
تیر کال پاکستان د کندهار د تازه میوې د فصل پر مهال د نورو کلونو په څیر درواز بنده کړه او هم يي ټکس څو برابره لوړ کړی، چې تر یوې مودې وروسته بیرته ستونزې حل شوې.
په کندهار کې د تازه میوې سوداګر له حکومته غواړي،چې دا ځل دې مخکې له پاکستان سره په دې اړه خبري وکړي.