د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، راتلونکې میاشت به د ملګرو ملتونو سرمنشي پر مشرۍ قطر کې د افغانستان په تړاو ناسته جوړه شي.
خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« د مې په لومړۍ نیټه به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دوحه کې د افغانستان لپاره د نړۍ د استازو ناستې کوربه وي. زه د دې نوښت هرکلی او د څلورو اقداماتو وړاندیز کوم. لومړی دا چې د دوحې د تړون بشپړ تطیق باید د ګډ هدف په توګه ومنل شي. دویم افغانستان کې اوسنیو شرایطو ته په کتو د دې د تطبیق لپاره یوې نقشې یا تګلارې ته اړتیا ده.»
خلیلزاد دې ناستې ته هېله من ښکاري،چې د افغانستان په اړه به په کې مهمې پرېکړې وشي.
نوموړي وړاندیز کړی دی،چې ګډ پلاوی دې اسلامي امارت سره خبرو لپاره وټاکل شي،تر څو پر هغه موضوعاتو مستقیمآ خبرې وشي،چې مهمې دي.
هغه زیاته کړې:«درېیم د تګلارې یا نقشې د رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي او ځانګړي استازي د خبرو اتر پر مهال باید له طالبانو سره یوه ناسته ولري. څلورم سرمنشي باید یو شخصي استازی په دې موخه وټاکي،ترڅو د تګلارې په جوړولو کې له افغانانو او نورو نړیوالو سره کار وکړي.»
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیالې امینې محمد د امریکا په یو څېړنیز مرکز کې ویلي،چې قطر کې د یاد سازمان عمومي منشي پر مشرۍ افغانستان په اړه ناسته کېږي،چې ټول اړخونه به په کې ګډون کوي.
امینې محمد ویلي،چې په دې ناسته کې به د حل لارو موندلو په اړه بحث او خبرې وشي.
هغې زیاته کړې:« راتلونکو دوو اونیو کې به د سیمې او نړۍ هېوادونو استازي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو عمومي منشي سره وګوري. د دې ناستې جوړولو موخه د یوې حل لارې موندل دي، د دغې ناستې له جوړیدا زموږ هېله د هغو لومړنیو لارو چارو موندل دي،چې موږ بېرته د طالبانو رسمیت پېژندنې ته برابر کړي،هغه که اصولي رسمیت پيژندنه وي یا شرطونو سره تړلې رسمیت پېژندنه.»
تمه ده،چې د قطر ناسته کې به د افغانستان اوسني وضعیت ترڅنګ د نړیوالو هغه اندېښنې او غوښتنې هم شریکې شي، چې نړۍ یې لري او په ګډه به د دې ستونزو د حل لپاره پر لارو چارو هم بحث وشي.
ومو غوښتل د قطر ناستې په اړه د اسلامي امارت نظر هم له ځانه سره ولرو،خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.