د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرد روسيې مسلمانانو له پلاوي سره لیدلي او په ناسته کې د روسیې او افغانستان ولسونو په اړیکو خبرې شوي.
ارګ پر خپله ټویتر پاڼه لیکلي، په ناسته کې د ښو اړیکو ترڅنګ له روسیې سره د اوسني حکومت په مثبت تعامل هم خبرې شوي.
مولوي عبدالکبیر له یاد پلاوي غوښتنه کړې،چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې:« ناسته کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې. موږ له روسیې غواړو، چې افغانستان سره په سفارتي اړیکو بسنه ونه کړي، د نورو همکارو هېوادونو سره یوځای د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت وپېژني. ډاډ ورکوو،چې د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد ونه کارول شي.»
په افغانستان کې د جاپان سفیر د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزه همکاریو ترڅنګ له نړۍ سره د اوسني حکومت لپاره د تعامل د لارې هوارولو ډاډ ورکړی دی.
ارګ پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي:« د دواړو اړخونو په کتنه کې په دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې، د دې ترڅنګ جاپان ډاډ ورکړ،چې په جی اوه ناسته کې به له افغانستان سره د تعامل او ښو اړیکو لپاره غوښتنه وکړي. عبدالسلام حنفي د ډاډ په توګه یو ځل بیا وویل ،اجازه به ورنه کړي،چې خاوره یې د بل چا پرضد وکارول شی. »
بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان ورته ناستې له اوسني حکومت سره د تعامل او همکاریو لپاره ګټورې بولي او وايي،تر هغې چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ځینې غوښتنې پوره نه شي،د رسمیت وراخوا به دوی له اسلامي امارت سره تعامل ته زړه ښه نه کړي.
د څه باندې ۲۰میاشتو په تېرېدو سره لا هم اسلامي امارت د هېڅ یو لوري له لورې پر رسمیت نه دی پيژندل شوی،خو ډېر کله په کور دننه او بهر د افغانستان په اړه بحث او خبرې کېږي.
د اسلامي امارت استازي د مثبت تعامل وايي،خو فکر دا کېږي،چې په کور دننه ځینو پرېکړو نړۍ له اوسني حکومت سره په واټن کې واقع کړې او ورته ناستې به دا واټن راکم کړي.