د سوداګرۍ او پانګونې خونه مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وایي،له قزاقستان وروسته ایران هم غواړي،چې په افغانستان کې د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېزي.
الکوزی زیاتوي،چې ایران هم لېوالتیا لري،چې له افغانستان سره ګډه سوداګریزه خونه جوړه کړي.
په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر بیا وايي، د ګډو سوداګریز خونو جوړېدل سوداګریزې ستونزې هم هوارولی شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، اوس مهال افغانستان له پاکستان، ازبکستان او روسیې سره د سوداګرۍ ګډې خونې لري.