د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي،په پام کې لري، چې د خصوصي سکټور په همکارۍ د پيازو د لویو او کوچنیو زېرمتونونو په فعالولو سره د پيازو د فصل ټولولو پر وخت د هېواد د پيازو تولیدات زېرمه او په مناسب وخت کې يې بازار ته وړاندې کړي.
د یاد وزارت له لورې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې په ١٤٠١ کال کې د هېواد په کچه ٥٤١ زره او ٢٢٥ متريک ټنه د پیازو حاصلات راټول شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي،چې تېرکال د هېواد د ٣٤ ولایتونو په ٣٠ زره او ٤٧٠ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوې وو، چې ډېری کروندې د ننگرهار، پروان، فراه، تخار، بغلان، بلخ، کابل، کندهار، هلمند او نیمروز په ولایتونو کې شوي دي.