د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه ویل شوي،چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ګمرکونو ټول راټول شوي حقیقي عواید ۱۱۱.۵ میلیارده افغانیو ته لوړ شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې له دې وړاندې د هېواد ګمرکونو هېڅکله هم دومره عواید نه دي راټول کړي.
د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۴۰۱ مالي کال په عوایدو کې ۹۴.۲۷ میلیارده افغانۍ له وارداتو ، ۱۵.۲۴ میلیارده افغانۍ له صادراتو او ۳.۲ میلیارده افغانۍ له بهرني ټرانزیټ څخه ترلاسه کړي دي.