د اوسپنې پټلۍ ادارې له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۱۰۷زره ۶۸۱ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د یادې ادارې مسوولین وايي، دا انتقالات د حیرتان اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ترسره شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبره، د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده،چې سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي.